ایران کې ترهونه اوج ته رسېدلې ده

کلنټن د انځور حقوق
Image caption کلنټن دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د ۲۰۱۱ کال په اړه د بهرنیو چارو وزارت په یوه بل راپور کې عرب پسرلي ته ډېر پام شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخپل کلني راپور کې د نړۍ د یوشمېر هېوادونو د حکومتونو له لوري پر دیني ازادیو نیوکه کړې ده.

په راپور کې ایران د دیني بهانو پربنسټ د بندي کولو، ځورونې او ترهونې تر ټولو ډېر ځورونکی هېواد ګڼل شوی دی.

پاکستان ته هم د انتقاد ګوته له دې اړخه نیول شوې چې ګني دیني معتقداتو ته په سپکاوي خپل وګړي ځوروي.

په راپور کې د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په مصر کې دیني ازادۍ سلب شوي بللې او وايي چې "دیني ازادۍ ډېرې کمزوې دي" چې په وینا یې حکومت د توکمیزو توپیرونو پالونکي او مجرمین عدالت ته نه راکاږي.

کلنټن دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د ۲۰۱۱ کال په اړه د بهرنیو چارو وزارت په یوه بل راپور کې عرب پسرلي ته ډېر پام شوی دی.

په راپور کې مصر، تونس او لېبیا کې د دکتاتورانو راغوځېدو ته هم اشاره شوې ده.

کلنټڼ د واشنګټن د څېړنو مزکې کې د وینا پرمهال ویلي چې مصر کې د مبارک تر راپرځېدا وروسته توکمیز تاوتریخوالی ډېر شوی او چارواکي هم عدالت ته د سرغړوونکو په راکاږلو کې پاتې راغلي.

هغه زیاتوي "دا په ټولنه کې لږکیو ته په ځانګړې توګه دا پیغام ورکوي چې د سرغړوونکو لپاره سزا نه شته."

ورته مطالب