نوې نښتې، زرګونه سوریان د حلب له جګړو تښتي

د انځور حقوق Reuters
Image caption رگونه کډوال له حلب نه ترکيې ته پر اوږده پوله ور اوړي او د کډوالو کمپونو ته ورځي

د سوريې په دويم لوى ښار حلب کې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ جگړو دوام کړى. د رپوټونو له مخې حکومتي چورلکو او توپونو ښار کې دياغيانو مورچې په نښه کړې دي.

د صلاح الدين په سيمه کې د برتانيا د انډيپنډينټ ورځپاڼې يو خبريال وايي دغه سيمه له خلکو تشه شوې ده. هغه دارنگه وايي د حکومت دا ادعا چې وايي دغه سيمه يې نيولې ده، سمه نه ده.

د سوريې دولتي تلوېزيون وايي عسکرو د هغه په وينا "ترهگرو" ته په حلب کې درانه زيانونه اړولي او په حمص کې يې هم د حکومتي بري ادعا کړې ده.

د ټلوېزيون د خبر له مخې، عسکرو د حلب گڼې سيمې بېرته تر لاسه کړي دي.

د دوشنبې په ورځ دغه ټلوېزيون د ښار پر صلاح الدين سيمه چې د آزادې سوريې په نامه د مخالفو ځواکونو ټولگي په کې ټينگ ناست وو، د حکومتي ځواکونو د بشپړې ولکې د ټينگېدو خبر ورکړى و.

د وسلو له پلوه د حکومتي عسکرو لاس پر مخالفينو ډېر بر دى، خو هغوى د سپکو وسلو ترڅنگ يو شمېر هوايي ضد توغندي هم لري.

مخالفينو د حلب پر دغې، او هاخوا شمال پلو پر شکور سيمې د توپونو او چورلکو د درندو گوزارونو خبر ورکړى وى.

د دوى په وينا، د ښار لوېديځ پلو، د ډاروونکي هوايي ځواک د استخباراتو مرکز ته څېرمه هم سختې نښتې روانې دي.

د انځور حقوق d

په همدې ترڅ کې زرگونه کډوال له حلب نه ترکيې ته پر اوږده پوله ور اوړي او د کډوالو کمپونو ته ورځي.

ولسمشر اوباما د ترکيې له صدراعظم رجب طيب اردوغان سره په ټلېفوني خبرو کې له دغو کډوالو سره د سملاسي مرستې ژمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د سوریې په حلب ښار کې د جګړو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د تاو تریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

په سيمه ييز اړخ کې بيا، د سوريې د الوطن حکومتي ورځپاڼې په ليکنه، د دغه هېواد د کړکېچ له ژورتيا سره جوخت، ايران ترکيې ته گواښنه کړې چې له پوځي لاسوهنې نه کلکه ډډه وکړي.

د ورځپاڼې په ليکنه"پر سوريه هر ډول بريد ته به کلک غبرگون وښودل شي او په دې برخه کې به د ايران او سوريې له گډ دفاعي تړون نه کار واخيستل شي." ورځپاڼې د دوشنبې په گڼه کې ليکلي چې ترکيې ته په تېرو څو ساعتو کې کلک گواښ او دغه پيغام اورول شوى دى: "خبر اوسئ چې د جگړې قاعدې په اوښتو دي."

نرکيې مخکې ويلي و چې که اړتيا شوه نو پوځي زور به وکاروي چې د "بلې حلبچې" مخه ونيول شي – چې اشاره يې د صدام حسين له خوا د کوردانو پر سيمه د کيميايي وسلو کارېدو ته وه.

ورته مطالب