له ۳ جمهوریت غوښتونکو ۱: اوباما مسلمان دی

اوباما د انځور حقوق
Image caption ګڼ سخت دریځي امریکایان وايي که اوباما مسلمان وي، نو دوی به د دویم ځل ولسمشر کېدو لپاره رایه ورنه کړي.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په نژدې کېدا سره په دغه هېواد کې د اوسني ولسمشر بارک اوباما د دین په اړه بېلابېل بحثونه ډېر شوي او ډېری یې مسلمان بولي.

ګڼ سخت دریځي امریکایان وايي که اوباما مسلمان وي، نو دوی به د دویم ځل ولسمشر کېدو لپاره رایه ورنه کړي.

په پام کې ده چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې په راتلونکې نومبر میاشت کې وشي.

د "بیو" ديني او ټولنیزو څېړنو په نامه د مرکز په وروستۍ نظرپوښتنه کې راغلي چې د جمهوریت غوښتونکي ګوند په هرو درو امریکایانو کې یې یو په دې اند دی چې اوباما مسلمان دی.

ددوی دغه اند د ۲۰۰۸ کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې د ورته نظرپوښتنې پرتله ډېر ښودل شوی دی.

د نظرپوښتنې پربنسټ، له پوښتل شوو امریکایانو ۱۷ سلنې یې ویلي چې اوباما مسلمان دی، خو ۴۹ سلنې نورو امریکایانو اوباما عیسوی ښودلی، خو ۳۱ فیصده نورو پوښتل شوو ویلي چې د اوباما ددین په اړه معلومات نه لري.

د انځور حقوق
Image caption میټ رامني د ولسمشریز ټاکنو لپاره د اوباما سیال دی.

د نظرپوښتنې پایلو ښودلې ده چې اوباما تر ۲۰۱۰ کال وروسته مسلمان شوی دی.

د ولسمشر کرکه

په دې نظرپوښتنه کې ولسمشرۍ ته د یوه بل کاندید میټ رامي د دین په اړه هم نظر پوښتل شوی دی.

میټ رامني د ''مورموني'' په نامه د یوې کوچنۍ مذهبي ډلې غړی دی، چې دغه دیني لږکۍ ډله ۱.۷ سلنه امریکايي پلویان او ملاتړي لري، ۷۶ سلنه غړي یې په لوېديځه امریکا کې اوسېږي، خو ګڼ یې په یوتا ایالت کې دي، چې د وګړو سلنه یې هلته ۵۸ فیصدو ته رسېږي.

خو د "بیو" د مرستیال مشر الان کوپرمن په وینا، د رامني دین که هرڅه وي، د هغه پر امریکايي رای ورکوونکو به څه اغېز ونه کړي.

کوپرمن زیاتوي، د مرکز نظرپوښتنې یې په ډاګه کړې ده، چې زیاتره امریکایان له اسلامه ناخبره دي.

خو یو شمېر امریکایان بیا د اوباما د زوکړې د ځای په اړه شک لري، او وايي چې له مسلمانې وینې پیدا شوی؛ ځکه چې په وینایې د هغه پلار (کینایی الاصله مسلمان و، چې حسین نومېده.

د انځور حقوق
Image caption ابراهیم هوپر وايي ځینې کسان د اوباما د بدنامۍ هڅه کوي.

ددغه مرکز مرستیال مشر دا هم وايي چې ددیموکراتانو ډېره لږه برخه غړي وايي چې اوباما مسلمان دي، خو شاید دا کار اوباما ته د هغوی د رای ورکولو په مخ کې خنډ ونه ګرځي.

ممکنه پایلې

بل خوا، د امریکا د اسلامي اړیکو د شورا یوه مشر ابراهیم هوپر ویلي، چې د نظرپوښتنې پایلې ناڅاپي نه دي، په ځانګړې توګه د "چای ډلې" له راڅرګندېدا وروسته.

دی زیاتوي "هغه کسان چې له ولسمشر سره مینه نه لري، هغه ته د مسلمان خطاب کوي او د بدنامولو هڅه یې کوي."

ورته مطالب