د سوریې لپاره د نړیوالو استازی دنده پرېږدي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې استازی کوفي عنان خپله دنده پرېږدي.

د سوریې لپاره د نړیوالې ټولنې استازی کوفي عنان د مینځګړي په توګه خپله دنده پرېږي.

نوموړی به د روانې اګیست میاشتې په پاي کې په سوریې کې د کړکچ د هوارولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې له استازیتوبه لاس واخلي.

ښاغلي عنان د روان کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې په سوریه کې د تاوتریخوالي د پائ ته روسولو هڅې او په جګړو کې د ښکیلو غاړو ترمنځ مینځکړيتوب کاوه.

په جینوا کې د خبرو پرمهال کوفي عنان وویل د امنیت په شورا کې اختلافاتو او په سوریې کې مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي د ده د رول اغیزه بدله کړه.

ښاغلی عنان وايي ده دغې دندې ته په سوریې کې د سولې په خاطر غاړه ایښې وه خو سوله اوس هم یوه ننګونه ده.

"ما دا کار چې ځینو ناشونی ماموریت باله قبول کړ. زه ګومان کوم چې دا یو سپیڅلی کار و خو هر هغه څه چې زما په وس کې وو ما وکړل څو د سوریې له خلکو سره مرسته شوې وي او خونړي کړکچ ته یوه سوله ییزه حل لاره موندل شوي وي خو دغه ننګونه په خپل حال پاتې ده."

ښاغلي عنان وویل دی د خپلې دندې د پریښودلو خبره پر داسې مهال کوي چې په دمشق او حلب کې د یاغیانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

ښاغلي عنان زیاته کړه چې د ده یا بل هر چا لپاره ناشونې ده چې د سوریې له حکومت او مخالفینو سره کار وکړي چې د کړکچ د حل په خاطر سیاسي بهیر کې ورګډ شي.

د ښاغلي عنان په وینا د سوريې حکومت په بیا بیا د سولې شپږ ماده ییز پلان ردوي او بله غاړه مخالفین هم له تاوتریخوالي لاس نه اخلي.

د یادولو ده چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاديې د استازي په توګه د کوفي عنان ماموریت د اګیست د میاشتې په پائ کې پائ ته رسیږي چې په خپله وینا یې نور نه غواړي دغې دندې ته دوام ورکړي.

ورته مطالب