سوري پوځ پر حلب او دمشق بیا سور اور بل کړ

حلب د انځور حقوق Reuters
Image caption حلب کې د سوري پوځ بریدونو لږترلږه ۲۰ ولسي وګړي وژلي دي.

سوري ځواکونه د ټانکونو په زور دمشق کې د ټلوالې مرکزونو ته ننوتي او په حلب کې یې د چورلکو په زور د هغوی ځایونه نیولي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، سوري ځواکونه پر ښار د پراخه برید لپاره تابیا نیسي.

دا بریدونه وروسته ترهغه وروسته راغلي، چې د سوري کړکېچ د هواري لپاره د ملګرو ملتونو او او عرب لیګ ځانګړي استازي کوفي عنان استعفا وکړه.

سوریه کې د واکمن نظام ضد پاڅون ۱۷ میاشتې وتلې دي.

د تاوتریخوالي پېښو کې کم او زیات نولس زره کسان وژل شوي او سلګونه زره نور بې ځایه شوي او ګاونډيو هېوادونه ته اوښتي دي.

حلب کې جګړه د صلاح الدین سیمه کې ډېره ګرمه شوې، چې سوري پوځ یې ښار ته د ننوتلو لار بولي.

په تېر جولای کې حلب کې د وسله والې ټلوالې ضد جګړه پیل شوه.

په تېرو درو اوونیو کې روانو جګړو د ښار امنیت سخت خراب کړی او په روانه روژه مبارکه میاشت کې یې وګړي تر پزې راوستي دي.

هلته د جګړې له کبله خوراکي توکي هم کم شوي دي.

د ټلوالې یوه جګپوړي قومندان ابو زاهر ویلي د پوځ ځینې افسران یې نیولي او د وسلو ډپوګانې یې نیولې دي.

د ټلوالې سرچینې وايي، چې د حلب صلاح الدین سیمه کې سختې نښتې روانې دي.

یوه فعال رویټرز ته ویلي: "دا مهال صلاح الدین کې سخته جګړه روانه ده، چې تر دې شېبې یې د ۲۰ ولسي وګړو ژوند اخیستی دی. سوري پوځي پر دغه سیمه توپونه ویشتلي او د چورلکو په مټ یې بمبار ورباندې کړی دی."

بشریت ضد جرمونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي، سوریه کې انساني ضد کړنې خپل اوج ته رسېدلي دي.

حلب کې د جګړې دواړې غاړې یوه او بله د ولسي کسانو په اعدامولو تورنوي.

ورته مطالب