د سوریې لومړی وزیر له مخالفینو سره یو ځای شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ښاغلي حجاب ځای ځايګی لا نه دی معلوم او اردن هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ښاغلی حجاب اردن ته ور اوښتى دی

د سوريې لومړى وزير رياض حجاب د حکومت مخالفو ليکو ته وراوښتى او ويلي دي چې د بشارالاسد رژيم ترهگر نظام وو نو ځکه يې له انقلابيانو سره د يوځاى کېدو پرېکړه وکړه.

د ښاغلي حجاب وياند محمد عطري بي بي سي ته د تيلفون له لارې وويل د سوريې لومړي وزير له حکومته د جلا کېدو پرېکړه د تېرو څو ورځو په اوږدو کې نه ده کړې. په دې پلان له تېرو دوو مياشتو راهيسې پر له پسې کار کېده.

د وياند په وينا ښاغلي حجاب د لومړي وزير په توگه دوه غوراوي درلودل يا به يې هغه حکومت مانۀ چې خپل خلک وژني نو يا به د سوريې پخواني لومړي وزير ته ورته يوۀ برخليک سره مخامخېدۀ.

ښاغلي عطري همدا راز وويل تمه ده چې نور ډېر کسان به هم له حکومته خپله لار بېله کړي، د هغه په وينا ولسمشر بشارالاسد اوس يواځې په علويانو او هغو کسانو ډه ډه لگوي چې خپل پايښت د دغه رژيم پر شتون تړلى گڼي. نوموړي همداراز د ياغيانو لاس ته د حلب د ښار د ژر لوېدو اټکل وکړ.

د ښاغلي حجاب ځای ځايګی لا نه دی معلوم او د اردن د حکومت يوه وياند هغه لومړني راپورونه رد کړل چې ګواکې ښاغلی حجاب اردن ته ور اوښتى دی.

فعالين وايي دوه نور وزيران هم تښتېدلي دي حکومت مخالفي خو د ماليې وزير د تېښتې پر مهال نيول شوى دى.

د سوريې حکومتي تلويزيون دا خبره رد کړې ده.

ورته مطالب