مصر وايي د اسراییلو 'موساد' ۱۶ مصري ساتونکي وژلي

سیناء د انځور حقوق AFP
Image caption مصر د برید پړه د اسراییلو پر جاسوسي ادارې 'موساد' اچولې ده.

د مصر اخوان المسلمین له اسراییلو سره پر پوله د تېرې یکشنبې پر ماښام د ۱۶ مصري سرحدي ساتونکو د وژنې پړه د اسراییلو پر جاسوسي شبکې موساد اچولې ده.

خو اسراییلو د اخوان المسلمین دا ادعا بې بنسټه بللې ده.

د تېرې یکشنبې پر ماښام اسراییلي پولې ته څېرمه په سیناء کې پر مصري سرحدي ساتونکو برید وشو، چې لږترلږه ۱۶ په کې ووژل شول، خو اسراییلی ځواکونو وویل چې لږترلږه پنځه برید کوونکي یې وژلي دي.

مصري او اسراییلي چارواکو ددغه برید پړه پر اسلام پالو وسله والو اچولې ده.

د اخوان المسلمین ګوند یوه ویناپاڼه وايي، چې "ددې برید لامل موساد دی. "

مصر وايي چې اسراییلو دا کار د محمد مرصي د حکومت د بدنامولو په خاطر کړی دی.

د اخوان المسلمین فلسطينۍ څانګې حماس ډلې ویلي چې اسراییل ددغه برید مسؤولین دي، چې په وینا یې "پر پوله د ناامنیو راپورته کولو لپاره لمن وهي او غواړي چې پر غزه د اسراییلو بندیز پیاوړي کړي."

خو د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ییګال بالمور دا تورونه رد کړي او وايي چې "ان هغه څوک چې ذهني کمزوري هم ولري، که چېرې په هېنداره کې وګوري، شاید دا ډول څرګندونې ونه مني."

د مصر رسمي خبري اژانس "الشرق الاوسط" د یوه جګپوړي مصري امنیتي چارواکي په حواله ویلي برید کوونکي "جهادیان دي، چې غزې تراډې ته اوښتي دي."

مصر برید کوونکي د وطن دښمنان بللي او له دوی سره یې د جدي چلند غوښتنه کړې ده.

تر برید وروسته مصري په شمالي ټاپو سیناء کې خپلې ګزمې پیاوړې کړي دي، او تر نامالومې نېټې یې د رفح سرحدي لاره تړلې ده.

ورته مطالب