د پاکستان سترې محکمې لومړی وزیر ورغوښتی

 راجه پروېز اشرف د انځور حقوق AFP
Image caption په تېر جون کې د پاکستان ولسي جرګې د واکمن پيپلز گوند نوماند راجه پروېز اشرف په لوى اکثريت د لومړي وزير په توگه ومانه.

د پاکستان سترې محکمې د ولسمشر اصف علي زرداري د فساد د قضیې بیا پرانیستلو په چاره کې د پاتې راتلو له کبله لومړی وزیر پرویز اشرف ورغوښتی دی.

نژدې دوه میاشتې وړاندې هم د پاکستان مخکنی لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني په دې قضیه کې ناکام وبلل شو او همدا وو چې له څوکۍ استعفا ته اړ شو.

د پاکستان د حکومت او قضايه قوې ترمنځ واټن او کړکېچ په ډېرېدا دی.

څارونکي وېره لري که چېرې په دغه هېواد کې دا وضعیت دوام وکړي، شاید د هېواد سیاسي بې ثباتي لا پسې ډېره شي.

د سترې محکمې یوه قاضي اصف سعید کهوسه له خپلو پنځو غړو سره یوځای وویل، چې محکمه د اکتوبر تر ۲۷ پورې د لومړي وزیر د ورغوښتلو امر کوي.

ښاغلي کهوسه ویلي وو چې محکمه دا حق لري چې پلټنې وکړي او په موضوع پوه شي.

نوموړي ویلي، چې ښاغلي اشرف ته یې کافي وخت ورکړي، چې د ولسمشر د فساد اړوند دوسیې یې ولې نه دي بېرته پرانیستې.

ده وويل سره له دې چې اصف علي زرداري ولسمشر دی، خو له قانون نه لوړ نه دی.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال شهزاد ملک وايي، تر دې مخکې هم سترې محکمې ویلي وو چې لومړي وزیر ته یې کافي وخت ورکړی و.

د پاکستان سترې محکمې وړاندې سويسي چارواکو ته د لومړي وزير راجا پروېز اشرف له لوري د ليک استولو وروستۍ نېټه د اګست اتمې ته غځولې وه.

مخکې محکمې دغه نېټه د جولای ۲۵مه ټاکلې وه.

سترې محکمې حکومت ته لارښوونه کړې چې ۱۷۸مې مادې پر بنسټ يې له هېواد نه بهر د دوسيې د بيا پرانستو لارښوونه کړې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اصف علي زرداري د دوسيې د نه پرانستلو پر سر یوسف رضا ګيلاني خپله دنده له لاسه ورکړه.

خو د حکومت دريځ دا دی چې د اساسي قانون ۲۴۸مې مادې پر بنسټ د ولسمشر پر ضد تر هغه د هېواد په دننه او بهر دوسيه نه شي پرانستل کېدای چې تر هغه په واک کې وي.

د سترې محکمې او ملکي حکومت ترمنځ دغو ناندريو د پاکستان پخوانی لومړی وزير يوسف رضا ګېلاني اړ کړ چې له واکه ګوښه شي.

سترې محکمې ښاغلي ګيلاني ته ويلي چې یا به د ولسمشر پر ضد دوسيه پرانيزي او يا به له واکه ګوښه کېدو ته اړ کېږي.

پخوانی لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني کابو دوه مياشتې وړاندې له همدې امله له واکه ګوښه کړای شو، چې اوس یې ځای ناستی راجا پرویز اشرف دی.

ورته مطالب