مصر وايي سیناء کې یې ۲۰ 'سخت دريځي' اسلام پال وژلي

سیناء د انځور حقوق AFP
Image caption د سیناء په شمال کې مېشت مصري خبریال محمد ابو عیطه بي بي سي ته وویل دوو چورلکو د وسله والو پر مرکز برید کې ګډون کړی وو.

د مصر پوځ ویلي چې د سیناء په شمال کې یې د عملیاتو پرمهال ۲۰ 'ترهګر' وژلي او لاهم هلته پوځي عملیات دوام لري.

امنیتي چارواکو دا هم ویلي مصري جنګي چورلکو د چارشنبې پر ګهيځ د سیناء ټاپو پر شمالي العریش ښار څېرمه سیمو چې اسلام پالي سخت دریځه وسله والو په کې فعال وو، بمبار کړی دی.

دوی دا هم ویلي چې هوايي بریدونو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي.

رویټرز خبري اژانس د یوه مصري جګپوړي پوځي قومندان له قوله ویلي چې ''د التومه کلي ته په ننوتو کې بریالي شووو هلته مو ۲۰ ترهګر ووژل، د ترهګرو درې ګاډي مو هم ویجاړ کړل، لاهم عملیات دوام لري.''

خبري سرچینو بي بي سي ته ویلي چې یوې پوځي چورلکې د سیناء شمالي الشیخ زوید سیمې پر اړوند التومه کلي کې د سخت دریځو پر یوه ګاډي یو توغندی ویشتلی دی.

دا د ۱۹۷۳کال د اکتوبر منځني ختيځ له جګړې وروسته لومړی ځل دی چې د مصر پوځي چورلکې د سیناء پر اسمان د عملیاتو پرمهال چورلېږي.

د سیناء په شمال کې مېشت مصري خبریال محمد ابو عیطه بي بي سي ته وویل دوو چورلکو د وسله والو پر مرکز برید کې ګډون کړی وو.

وړاندې مصری ولسمشر محمد مرسي او دفاع وزیر حسین طنطاوي د دړوشنبې په ورځ العریش سیمې ته ورغلي وو او د یکشنبې شپې د برید جاج یې اخیست.

ورته مطالب