فلپین کې د سېلابونو له کبله ۱۶ کسان مړه شوي

مانیلا د انځور حقوق Reuters
Image caption سېلابونو کابو اتیا زره وګړي خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د فلپين په پلازمېنه مانيلا کې د سختو سيلابونو له امله لږترلږه شپاړس کسان مړه او څه دپاسه اتيا زره نور اړ شوي چې په لندمهالو سرپناوو کې مېشت شي.

د سېلابونو له امله د ښار په پراخه برخه کې ورځنۍ چارې په ټپه درېدلي دي.

د هوا د حالاتو د وړاندوينې له مخې تمه کېږي چې بارانونه په نن هم دوام ومومي.

په داسې حال کې چې د بېړنیو مرکزونو له لوري بې ځایه شوو ته موقتې سرپاوې جوړې شوې، لاهم شړقنده بارونه ورېږي.

پوځ او ژغورندویه ډلې له کورونو د اغېزمنو شوو کسانو د رایستلو لپاره له ربړي کوچنیو بېړیو ګټه اخلي.

خو لاهم ګڼ خلک د کورونو د لوټ تالان له وېرې له کورونو وتلو ته زړه نه ښه کوي.

ريچارډ ګورډن په فلپين کې د سره صليب مشر دی:

((د فلپين د سرې مياشتې لارښوونه دا ده په هغو کورونو کې دې يو کس پاتې شي چې دا ډول فکر کوي. تر اوسه هېڅ ډول لوټ تالان نه دی شوي. زه فکر کوم دا مناسب نه دي چې کورونه پرېښودل شي او امنيت يې نه وي خوندي.))

د مانیلا ټول دفترونه او ښوونځي تړلو ته اړ شوي دي.

په دې تر ټولو ناوړه پېښه کې ځمکه هم ښویېدلې ده، چې د یوې کورنۍ لږترلږه نهه کسان یې وژلي دي.

د مانیلا په ښار کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې بارانونه روان دي.

فلپیني ولسمشر بنینیو پر خپلو هېوادوالو او چارواکو غږ کړی چې د اغېزمنو شوو لاسنیوي ته ورودانګي.

نوموړي ویلي، حکومت یې هومره وس نه لري، چې له کابو اتیا زره بې ځایه شوو سره اړینې لومړنۍ مرستې وکړي.

د ویلو ده چې مانیلا د فلپین د نورو شمالي سیمو په څېر ډېر کله د طبیعي ناوړه پېښو شاهده ده.

وړاندې هم په دغه سیمه کې پوره اووه ورځې یو مرګونی توپان ولګېد، چې د څه باندې پنځوسو کسانو په مړینه تمام شو.

ورته مطالب