د هند شمال کې ترافيکې پېښې ۴۰ کسه وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کېږي چې د دغې ترافیکې پېښې د کېدو پر مهال باران اورېده.

د هند په شمال کې د مسافرو لېږدونکی بس موټر یوې ژورې کندې ته غورځېدلی چې له امله یې لږترلږه څلوېښت تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي دغه موټر هغه مهال د هماچل پردېش په ايالت کې کندې ته ولوېد چې د چمبا په غرنۍ سیمې کې له سړکه ووت.

په پېښه کې زيات نور ټپيان شوي، چې د چمبا روغتون ته استول شوي دي.

ځايي چارواکي وايي دا لا نده روښانه چې څه شمېر کسان په موټر کې سپاره وو.

د ژغورنې ډلې د پېښې سیمې ته په لار دي او وېره شته چې ښايي د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي.

داسې ويل کېږي چې د پېښې د کېدو پر مهال باران اورېده.

چمبا د هماچل پردېش په لرې پرتو سيمو کې راځي چې لارې يې ډېرې سختې دي او له همدې امله د دا ډول پيښو شمېر په کې زيات دی.

هند د سړکونو د خوندیتوب له پلوه یو له ډېرو کمزورو هېوادونو بلل کیږي، چې له امله یې هر کال لسګونه زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ورته مطالب