امريکا پر سویې او حزب الله تازه بنديزونه لګولي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حزب الله پر ډلې له دې امله بندېز لګول شوی چې د مخالفينو په ځپلو کې له سوري حکومت سره مرسته کوي.

په سوريه کې د تاوتريخوالي له زیاتېدو سره هممهاله امريکا د بشار الاسد پر حکومت او حزب الله ډلې د تازه بنديزونو خبر ورکړی دی.

ملګرو ملتو په تازه خپاره کړي راپور کې له حلب ښار نه ګاونډيو هېوادونو ته د زرګونه کسانو د تښتېدو راپور ورکړی دی.

د امريکا د ماليې وزارت وايي د جمعې په ورځ د سوريې د تيلو پر دولتي شرکت، سېترول پر ايران د بنزينو د خرڅولو له امله بنديز لګېدلی.

په دې اساس په امريکا کې د سيترول شتمۍ قید شوي او له دغه شرکت سره بانکي خدمتونه منع شوې دي.

د امريکا د ماليې وزارت دغه راز د حزب الله پر ډلې له دې امله بندېز لګولی چې د مخالفينو په ځپلو کې له سوري حکومت سره مرسته کوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې حزب الله سوري حکومت ته د روزنې او اکمالاتي مرستو په رسولو تورن شوی دی، امريکا تر دې وړاندې هم پر حزب الله بنديزونه لګولي وو.

ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن په سوريه کې د بدلونونو په تړاو نن (شنبه، اګست ۱۱) ترکيې ته ولاړه شي.

د سوريې او اردن نښته

خبري سرچينو دغه راز د سوريې د پوځي ځواکونو او اردن ترمنځ د دواړو هېوادو پر پوله د نښتو خبر ورکړی دی.

د رويترز خبري اژانس له قوله ويل شوي نښته هغه مهال وشوه چې د سوري پناه غوښتونکو یوې ډلې اردن ته د اووښتو نيت درلود.

پر همدې بنسټ د دواړو هېوادونو پوځيان د اردن د پلازمېنې عمان په ۸۰ کيلومترۍ کې د تل شهاب په سرحدي سيمېه سره نښتي دي.

اردني چارواکي وايي په دغه نښته کې يې ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی.

د جمعې په مازیګر شوې دغه نښته په سوريه کې د ناارامیو له پيله راپدېخوا تر ټولو سخته بلل شوې ده.

ورته مطالب