زرداري قبایلو کې د حکومت جوړولو اعلان وکړ

د خپريدو وخت: 13:15 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

د پاکستان حکومت لخوا په قبايلي سیمو کې د سياسي بدلون راوستلو لپاره دا یو مهم ګام بلل کېږي.

پلازمېنه اسلام اباد کې د دغه هېواد د خپلواکۍ د ورځ په مناسبت جوړې شوې ېوې غونډې ته د وېنا پر مهال ولسمشر اصف علي زرداري په قباېلې سېمو کې د ځايي حکومتونو د عملي کولو اعلان وکړ.

ولسمشر زرداري ووېل چې په راتلونکي کال کې به قبايلي سيمو کې ځايي حکومتونه خپل کار پېل کړي. ولسمشر زیاته کړه حکومت دا پرېکړه د قبایلو د غوښتنو سره سمه کړې ده.

د وینا په مهال ولسمشر زردارې ووېل په حکومت دا د قبایلو یو حق و او د هېواد ثبات او قبايلو په سياسي ډګر کې د فعال رول لپاره دا یو اړین ګام دی.

پاکستان کې د پيپلز ګوند په مشرۍ ايتلافي حکومت لخوا په قبايلي سیمو کې د سياسي بدلون راوستلو لپاره دا یو مهم ګام بلل کېږي.

غونډه کې ګڼ شمېر قبایلې مشرانو هم ګډون کړي و.

خو دغې پرېکړې په په ځېنو قبایلي مشرانو کې اختلافات را منځته کړی دی. په مومند ايجنسۍ کې د عوامي نيشنل ګوند يو سياسي مشر نثار مومند وایي د قبايلي سيمو لپاره د ښاروالۍ نظام کې والي یا ګورنر ته زېات واک ورکړل شوی څوک چې به بیا د خپلې خوښې مشران راولي.

بل لوري ته د ملې اسمبلۍ کې د قبايلو غړی منېر خان اورکزی دغه نظام ګټه ور بولي. نوموړی وايي دا یو ډیر ښه نظام دی. زموږ هیله او کوشش به دا وي چې دا نظام پیل او کامياب شي. موږ داسې کار او څوک نه غواړو چې دغه نظام ته تاوان رسوي.

تېر کال په همدې ورځ ولسمشر زرداري قبايلي سیمو کې سياسي ګوندونو ته د فعالیتونو اجازه ورکولو اعلان کړل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .