دمشق کې یوې پوځي ودانۍ ته څېرمه درنه چاودنه شوې

د خپريدو وخت: 12:48 گرینویچ - چارشنبه 15 اگست 2012 - 25 زمری 1391

چاودنه کې د ملګرو ملتونو د څار ډلې کارکوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سوریې پلازمینه دمشق کې یوې پوځي ودانۍ ته څېرمه درنه چاودنه شوې ده. دغه ودانۍ د هغه هوټل په اړخ کې ده چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي په کې اوسېږي.

د سوریې دولتي تلویزيون وايي په دغه بمي برید کې چې د تېلو د یوه ټانکر په وسیله شوی درې تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي. د ملګرو ملتونو د څار ډلې کارکوونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

له دمشق نه ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو کې دغه سیمه په لوګو کې پوخلې ښکاري. یو شمېر امبولانسونه هم ليدل کېږي چې د سیمې پر لوري روان دي.

سمیه ته څېرمه د ملګرو ملتونو د موټرو په پارک کې ګاډي هم په دوړو پوښلې ښکاري.

که څه هم د دې برید موخه لا تر اوسه نه ده څرګنده خو د سوریې د خپواک پوځ په نوم مخالفین وايي د دوﺉ هدف یوه پوځي غونډه وه.

بل لور ته د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزېر فیصل مېکداد چې سیمې ته ورغلی وایي دغه چاودنه یو ترهګر عمل دی. او په نړیواله ټولنه یې غږ کړې چې د ترهګرو په ضد باید لاسونه سره یو کړي.

دغه چاودنه په داسې وخت کې تر سره کېږي چې نن چارشنبه د اګست ۱۵مه په سعودي عربستان کې اسلامي هېوادنه په یوه بېړنۍ غونډه کې د دې لپاره راټول شوي چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو په سازمان کې د سوریې د غړیتوب ځنډولو لپاره په ګډه طرح غور وکړي. د غړیتوب ځنډولو دغه غونډه په دې هېواد کې د پرله پسې تاتریخوالي له امله کېږي.

د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې باید یوه ګډه تګلاره غوره کړي.

بل لور ته د ایران ولسمشر احمدي نژاد د دغه ډول وړاندیز کلک مخالفت کړی دی.

د سه شنبې (۱۴ اګست) په ورځ د امریکا یو شمېر لوړ پوړو پوځي چارواکو وویل دوی داسې سندونه په لاس کې لري چې ښايي ایران په سوریه کې د بشارالسد د ملاتړ په موخه ملېشې روزي.

جنرال مارتین ډیمپسي وویل دا کار دوی ددې لپاره کوي چې د پوځ له اوږو بار کم شي.

په همدغه کنفرانس کې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېتا وویل دا خبره روښانه ده چې ایران له سوري رژیم سره مرسته کوي او روزنه ورکوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .