طالبانو د پاکستان پر هوایي اډې برید کړی

د خپريدو وخت: 11:21 گرینویچ - پنجشنبه 16 اگست 2012 - 26 زمری 1391

دغه راز بریدونه دا پوښتنې را پورته کوي چې ایا پاکستان کولی شي د خپلو تاسیساتو ساتنه وکړي؟

پلازمېنې اسلام آباد ته څېرمه د کامره سیمې پر منهاس پوځي هوايي اډې یو شمېر وسله والوچې په لاسي بمونو، درنو او سپکو وسلو سمبل وو او ځانمرګي واسکټونه یې هم پر ځان وو یو لړ بریدونه کړي.

د برید پړه د پاکستان د طالبانو غورځنګ په غاړه اخیستې. دوی ادعا کوي چې درې الوتکې یې ویجاړې کړي او ګڼ شمېر امنیتي کسان یې وژلي دي.

خو رپوټونه وایي د پوځ او اورپکو د سختو ډزو په پایله کې اته بریدګراو یو سر تېری وژل شوی دی. د دریو نورو سرتېرو په ګډون د اډې قومندان هم سخت ژوبل شوی دی.

له برید وروسته د پاکستان ټولې هوایي اډې د تیارسی په حالت کې وې.

د بي بي سي خبریال چې په منهاس هوایې اډه کې و وایي تر برید وروسته د هغو اورپکو لټه روانه وه چې د دوی په ګومان تښتېدلي دي.

برید د دوو بجو نه تر سهار شپږو بجو پورې دوام درلود. د برید په لومړنیو شېبو کې یو پولیس افسر حفیظ اولاخ چې د پوځي هوایي اډې بهر و وویل له دننه د سختو ډزو غږونه اورېدل کېږي او د اور لمبې ښکارېدې.

پیل کې اورپکو د راکټ په یوه ډز سره یوه پوځي الوتکه زیانمنه کړه او بیا یې د درنو او سپکو وسلو ډزې شروع کړې.

د ا لومړى ځل نه دى چې د پاکستان پر يوه لوى پوځي مرکز دا ډول بريد ترسره کېږي

د پاکستان د پوځ د هوايي ځواکونو وياند طارق محمود وویل وروسته دوی په دېوالونو وا وښتل خو هدف ته ونه رسېدل. ښاغلي محمود زیاته کړه ٬موږ ټول ځایونه ټکي په ټکي لټوو تر څو کوم بل ورانکاری نه وي پاتې شوی.

کامره د پاکستان د پوځ تر ټولو لوى هوايي ډګر دى دلته د ځينو الوتکو د پرزو او نورو وسلو او مهماتو جوړولو فابريکه هم شته. په دې پوځي اډه کې ایف ۱۶ ډوله جنګي الوتکې هم شته دی.

په دې فابريکه کې ګڼ شمېر چينايي انجنيران هم په کارونو بوخت دي خو ويل کېږي چې هغوى له دغو بريدونو روغ وتلي دي.

د ا لومړى ځل نه دى چې د پاکستان پر يوه لوى پوځي مرکز دا ډول بريد ترسره کېږي، له دې مخکې هم پر کامره هوايي ډګر ځانمرګى بريد شوى و چې شپږ ولسي وګړي او د پوځ درې سرتېري یې وژلې وو.

دغه راز تېر کال په مۍ مياشت کې ډله ييزو ځانمرګو بريد کوونکو په کراچۍ ښار کې د سمندري ځواکونو پر مهران نظامي مرکز باندې هم بريد کړى و، چې د نظامي الوتکو ويجاړولو ترڅنګ يې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې وه. داسې رپوټونه هم ول چې دلته اتمي وسلې ساتل کېدي.

دغه راز بریدونه دا پوښتنې را پورته کوي چې ایا پاکستان کولی شي د خپلو تاسیساتو ساتنه وکړي؟

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .