د سعودي شهزاده پخوانۍ يهوده ميرمن مړه که وژل شوې؟

د خپريدو وخت: 12:59 گرینویچ - دوشنبه 20 اگست 2012 - 30 زمری 1391

میرمن آناین د شهزاده السعود سره ۱۵ کاله وړاندې د لندن په یوه کلپ کې لیدلي و

د سعودي شهزاده سطام السعود یهودۍ میرمن کنډیس کوهین آناین چې څو کلونه یې د شهزاده السعود سره د لور پر سر لانجه درلوده په فرانسه کې د یوې څلور پوړیزې ودانې نه له لوېدو وروسته مړه شوې ده.

لومړني رپوټونه دا یوه حادثه بولي خو د فرانسې رسنۍ وایي چې ۳۵ کلنه میرمن آناین کېداى شي له کومې وېرې یا خطر د تښتې له امله غورځېدلې وي. د پولیسو پلټنه لا روانه ده.

په ۲۰۰۶ کال کې له طلاق کېدو وروسته میرمن آناین له ځان سره د خپلې لور آیا د ساتلو پر سر له سعودي شهزاده سره اوږده لانجه درلوده. د مېرمن آناین په وینا شهزاده السعود درې کاله او شپږ میاشتې خپله لور په ریاض ماڼۍ کې بنده ساتلې وه.

میرمن آناین ادعا کوله چې په ۲۰۰۸ کال کې د شهزاده تر لېدو وروسته نوموړي دواړه په دې ماڼۍ کې بندۍ کړې. هغې ویلې هغه مهال په تېښته بریالۍ شوه چې یوې مزدورې دروازه پرانېستې پرېښوده. له تېښتې وروسته هغې د فرانسې سفارت ته پناه یوړه.

د دې موضوع د هواري لپاره د فرانسې پخواني ولسمشر سرغکوزي او بهرنیو چارو وزیر هم ډیرې هڅې کړې وې.

خو میرمن آناین د خپلې ۱۰ کلنې لور قضیه د پاریس د جنايي جرمونو په محکمه کې وګټله. محکمې شهزاده السعود ته امر وکړ چې آیا دې خپلې مور ته وسپاري او هر میاشت باید څه باندې ١٣ زره ډالره خرڅ هم ورکړي.

میرمن آناین د شهزاده السعود سره ۱۵ کاله وړاندې د لندن په یوه کلپ کې لیدلي و او لور یې د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې پیدا شوه.

دوی په ۲۰۰۶ کال کې له هغې وروسته جلا شول چې شهزاده السعود د بل واده پریکړه وکړه.

سعودي شهزاده سطام السعود د خپلې لور او ښځې په برمته کولو هم تورن دی خو دۀ تل دغه تورونه رد کړي دي.

شهزاده السعود دا خبره هم کوي چې میرمن آناین مسلمانه شوې وه او دوی په لبنان کې اسلامي شرعي واده کړی و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .