سوریه کې جاپانۍ خبریاله وژل شوې

د خپريدو وخت: 04:21 گرینویچ - سه شنبه 21 اگست 2012 - 31 زمری 1391
یاماموتو

یاماموتو له سیمې د جګړې او نښتو رپوټونه ورکول.

جاپان وايي چې سوریه کې یې یوه خبریاله وژل شوې ده.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت منلې ده، چې میکا یاماموتو له حلب ښاره د جګړو او نښتو راپورونه ورکول.

۴۵ کلنې یاماموتو د توکیو مېشتې جاپانۍ خبري رسنۍ پرېس نیوز سره کار کاوه.

د هغې مړی د هغې د ملګرو له خوا پېژندل شوی دی.

وړاندې رپوټونو ویلي وو چې سوریه کې یوه اسیایي خبریاله په ډزو وژل شوې ده، خو بیا وروسته په ډاګه شوه، چې وژل شوې جاپانۍ خبریاله ده.

د هغې مړی توکیو ته لېږدول شوی دی.

د کییودو خبري اژانس ویلي، چې وژل شوې خبریالې د جګړې له سیمې د خبریالۍ په برخه کې مډال هم ګټلی دی.

جاپان پرېس – خبري اژانس تلوېزیوني خپرونې لري، او په څنګ کې مستند فلمونه هم نشروي.

ددغه اژانس د وېبپاڼې په حواله، آغلې یاماموتو له جاپان پرېس سره له ۱۹۹۵ کال راهیسې کال پیل کړی، چې د افغانستان او عراق له جګړو او نښتو یې هم رپوټونه ورکړي دي.

د تېر ۲۰۱۱ کال له مارچ راهیسې یاماموتو څوومره بهرنۍ خبریاله ده چې د سوریې په تاوتریجنو پېښو کې وژل کېږي.

په سوریه کې تر دې وړاندې د سنډې ټایمز امریکايي راپور ورکوونکې ماري کالوین، او فرانسوی عکاس ریمي اوکلیک په تېره فبرورۍ کې په حمص ښار کې ووژل شول.

او په تېره جنورۍ کې د فرانسوي تلوېزیون یو خبریال ګیلز جاویر هم په حمص ښار کې هغه مهال ووژل شو چې د حکومت له لوري په یوه پلان شوي سفر کې حمص ته روان و.

د ملګرو ملتونو راپور وايي، چې د سوریې له شخړو او جګړو تر ۱۸۰۰۰ ډېر خلک وژل شوي او تر ۱۷۰۰۰۰ ډېر نور بیا هېوادو پرېښودو ته اړ شوي، خو ۲.۵ میلیونه وګړي لاهم په هېواد کې لومړنیو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .