ایا حیوانات د خپلوانو پر مړینې غم کوي؟

د خپريدو وخت: 04:55 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391
زرافه

زرافې د خپل بچي پر مړینې څلور ورځ ویر کړی.

د یوې زرافې له مړینې لا څو ورځې نه وې تېرې شوې، چې دا پوښتنه راپورته چې ایا حیوانات هم د خپلو دوستانو پر مړینې خپه کېږي؟

ځینې علماء په دې نظر دي، چې ګڼ حیوانات د خپګان حس نه لري، خو ځینې نور بیا وايي، چې ارو مرو یې لري.

پوهان وايي، حیوانات د مړینې په اړه یو ډول "ذهني تصور" لري.

پر دې ټول پوهېږي چې د فیلانو او شمبانزي بیزوګانو په څېر ټولنیز ژوند خوښوونکي حیوانات د خپلو مړو شوو دوستانو مړي د خپلې کورنۍ په غړو کې ګوري، په دې مانا کله یې چې دوستان مړه شي، نو دوی یې تل په فکر کې وي.

(افریکن ژورنال اف ایکوالوژي) ورځپاڼې، چې تر ډېره د چاپېریالي سیستم چارې څېړي، پخپله وروستۍ ګڼه کې د یوې زرافې د مړینې کیسه راخیستې ده.

د جاپان د توکیو پوهنتون د څارویو د ژوند د څېړنیز مرکز (بریمیت) مشر او د حیواناتو د چارو کارپوه فروید بیرکوویچ پخپله څېړنه کې ویلي چې د زامبیا په ساوت لوانګو ژوبڼ کې ښځینه زرافه (تورنروفت) د خپل بچي تر مړینې وروسته سخته خپه ښکارېده او د هغه مړي ته به یې تل سر ټيټ نیولی وو.

دی وايي، چې دغه زرافه د خپل مړه شوي بچي مړي ته څو دقیقې ولاړه وه، کله به پرېوته، بیا به ودرېده او په خپګان به یې هغه ته کتل.

کړه وړه او سببونه

پوهان ټينګار کوي چې دغه زرافه له نورو هغو لیرې له خپل بچي سره اوسېده، خو کله چې مړ شو، ژوند یې خراب شو.

خو ځینې نور بیا وايي، چې زرافې له یوې او بلې نه بېلېږي، تل په ډله ییز ډول ګرځي او ژوند کوي، ان د خوړو موندلو او خوړلو پرمهال هم اوږده په اوږده ګرځي.

بیرکوویچ وايي، د بچي پروړاندې د زرافې غبرګون " تر ډېره علماوو ته نه وو معلوم، خو تر دې مخکې یې په ورته څېړنه کې د افریقايي فیلانو کړه وړه څه-ناڅه معلوم کړي وو."

څېړنه ښيي چې فیلان او شمبانزي تر نورو حیواناتو ډېر خپګان لري؛ دا ځکه چې دوی تر نورو هغو ډېر ټولنیز دي.

د څېړنې پایله ښيي، کله چې یو فیل ټپي او له پښو ولوېږي، نور ملګري یې رنځیږي او تر خپله وسه یې د ساتنې هڅه کوي.

خو شمانزي بیا خپل مړي تر هغه ساتي، چې خوسا شوي نه وي.

بیرکوویچ وايي له دې معلومیږي چې زرافه د مړینې په غبرګون کې د زیان موندلو احساس کوي، همدا وو چې زرافې له خپل مړه شوي بچي سره پوره څلور ورځې تېرې کړې.

په ۲۰۱۰ کې د کینیا د سویسامبو ژوبڼ د حیواناتو یو بل عالم زو مولر وايي، زرافه د خپل یوه میاشتني بچي د ساتلو لپاره له مرګ وروسته له هغه سره پاتې شوه، خو د هغې نورې اوولس ملګرې به تر څلورو ورځو پورې مړي ته راتلې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .