د شمعون پیریز ښځه په مصر مینه وه

د خپريدو وخت: 06:22 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391
سونیا پیریز

شمعون پیریز له سونیا جیلمان سره به ۱۹۴۵ کال واده وکړ، او ټینګار یې دا و چې ګني همدا یې "د ژوند یوازینۍ مینه" وه.

اسراییلي رسنیو د لومړي ځل لپاره له مصر سره د اسراییلي ولسمشر شمعون پیریز د ښځې سونیا پیریز د ښځې مینه په ډاګه کړې ده.

دوی وايي چې آغلې پیریز به تر مړینې مخکې د سیلانۍ او تفریح په بهانه مصر ته سفرونه کول.

سونیا پیریز د تېر کال جنورۍ پر ۲۰مه د ۸۷ کلونو په عمر د زړه د حملې له کبله ومړه.

اسراییل وايي، که څه هم سونیا له هغو یهودانو نه وه، چې مصر کې اوسېدلي او بیا اسراییلو ته کډه شوي، خو اوکراین کې زوکړه شوې او بیا له خپلې کورنۍ سره فلسطين ته تللې ده.

سونیا پیریز د مصر په یوه برتانوي روغتون کې د نرسې په توګه کار کړی، او بیا د مصر العلمین سیمه کې د جرمن نازیانو ضد جګړې په جبهه کې هم پاتې شوې ده.

د اسراییلو "معاریف" او "یدیعوت احرونوت" ورځپاڼو، "واللا" خبري وېبپاڼې او د اسراییلو لسم خبري تلوېزیوني چینل ویلي، چې د سونیا پر مړینې د مصر د هغه وخت ولسمشر حسني مبارک له شمعون پیریز سره سمه غمشریکي ښودلې ده.

نوموړي ویلي وو چې سونیا پیریز په مصر مینه وه، همدا وه چې تل به یې سفر کاوه.

شمعون پیریز له سونیا جیلمان سره په ۱۹۴۵ کال واده وکړ، او ټینګار یې دا و چې ګني همدا یې "د ژوند یوازینۍ مینه" وه.

دواړو ته خدای درې زامن ورکړل.

سونیا له پیریز سره په سیاسي او پوځي دواړو غاړو کې ډېره مرسته کول، په تېره بیا هغه مهال چې شمعون پیریز د بهرنیو چارو وزارت یو دپلومات وو.

خو کله چې پیریز د اسراییلو پارلمان "کنیست" ته ولاړ، او بیا لومړی وزیر شو، د سونیا رتبه هم ورسره لوړه شوه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .