ويده شوې ميرمن له پاريسه بيرته لاهور ته ستنه شوه

د خپريدو وخت: 14:45 گرینویچ - چارشنبه 22 اگست 2012 - 01 وږی 1391

میرمن کریستین احمد ټول ټال ١٢ زره کيلومتره مزل کړى و خو په حقيقت کې ځاى پر ځاى پاتې شوې وه.

يوه فرانسوۍ ميرمن چې له لاهوره پاريس ته د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت په الوتکه کې روانه وه، ويده شوې وه بې له دې چې د چا ور پام شي الوتکې بيرته لاهور ته ورسوله.

فرانسوۍ ميرمنې ته په الوتکه کې خوب خورا گران تمام شو.

دې له لاهوره پاريس ته الوتنه درلوده چې په کې ويده وه او تر ١٨ ساعته الوتنې وروسته بيرته د پاکستان نړيوال هوايي شرکت په لاهور کې کښته کړه.

د پاکستان نړيوال هوايي شرکت اوس د دې پېښې پلټنه کوي چې څرنگه په پاريس کې د دمې پر وخت د الوتکې کارکوونکو دا ويده شوې ميرمن نه ده ليدلې او بيرته يې لاهور ته ورسره راستنه کړې ده.

دا ميرمن پتريس کريستين احمد نوميږي چې پر يوۀ پاکستاني وادۀ شوې ده.

دې د سه شنبې په ورځ( د اگست ٢١) له لاهوره د پاريس په لور الوتنه پيل کړه او په الوتکه کې ويده شوه.

الوتکه تر پاريس وړاندې د ايتاليا په ميلان ښار کې هم کښته شوه خو هلته هم خوبوړې ميرمن احمد ويده پاتې شوه.

په لاهور کې تر هغو ميرمن احمد څه نه و ويلي چې د کډوالۍ د چارو مامورينو وپوښتله.

دې ټول ټال ١٢ زره کيلومتره مزل کړى و خو په حقيقت کې ځاى پر ځاى پاتې شوې وه.

د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت چارواکي وايي دا د سپرلۍ دنده ده چې خپل ځاى ځايگى معلوم کړي او په خپل پړاو کښته شي.

دا فرانسوۍ ميرمن به په بله الوتنه کې پاريس ته ستنيږي او هوايي شرکت به څرگندوي چې گناه د چا وه چې ملامت د دويم سفر ټکټ ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .