بانکي مون د امريکا له مخالفت سره سره ايران ته ځي

د خپريدو وخت: 06:32 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

د ايراني مشرانو وروستۍڅرګندونې د هولوکاسټ او د اسرایلو شتون تر پوښتنې لاندې راولي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي به د امریکا او اسرایلو له مخالفت سره سره راتلونکې اوونۍ ایران ته ورشي.

دا نړیواله غونډه ایران رابللې او د ناپیلو هیوادونو استازي په کې ګډون کوي.

د ښاغلي بان ویاند وویل نوموړی به د سوري بحران او د ایران د اتومي پروګرام د انديښنو په اړه پیغام کنفرانس ته ورسوي.

د ایران د مشرانو وروستۍ څرګندونې چې هولوکاسټ او د اسرایلو شتون تر پوښتنې لاندې راولي، پر بانکي مون فشار زیات کړی چې ایران ګوښی کړي.

تیره اوونی ښاغلي بان دا وینا وغندله اوهغه یې پاروونکې وبلله، خو نن په نیویارک کې د هغه ویاند وویل غونډې ته نه ورتګ به د فرصت له لا سه ورکول وي:

"د ملګرو ملتونو سرمنشي خپل مسوولیت او د ملګرو ملتونو د سازمان مسوولیت ډير جدي بولي او له دیپلوماتیکو لا رو له خپلو غړو سره ښکیلتیا غواړي. دا سازمان له سوله یزو لارو له مهمو مسلو سره چلند کوي."

وياند وايي د ایران په برخه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي له همدې موقع نه په ګټې اخیستو د نړیوالې ټولنې هغه څرګندې او جوتې اندیښنې ورسوي چې د سیمي او ایران لپاره یې باید په اړه خبرې وشي.

دی وايي له ایران سره د هغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو تړون باید لاسلیک شي.

د چارشبنې په ورځ د ملګرو ملتونو په غونده کې د سیاسي چارو مرستیال وویل ښایي ایران سوریې ته وسلې استوي.

د ښاغلي بان ویاند وویل دا سفر به سرمنشي ته دا فرصت په لاس ورکړي چې ایراني مشرانو ته په ډاګه کړي چې له ایران نه کومې تمې کیږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .