شاه رخ خان ملي بېرغ ته په سپکاوي تورن شوی

د خپريدو وخت: 07:39 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391
شاه رخ خان

شاه رخ خان په سملاسي ډول په دې اړه کوم غبرګونه نه دی ښوولی.

د هند د وتلي فلمي ستوري شاه رخ خان پر ضد د ممبيي پوليسو د هېواد ملي بېرغ ته د سپکاوي له امله پر هغه عريضه کړې ده.

دغه عريضه وروسته له دې پر ښاغلي خان شوې چې د يوه سياسي ګوند مشر روی برهمي هغه وېډيو لېدلې چې شاه رخ خان په کې لېدل کېږي چې د هند بېرغ سرچپه رپوي.

د ممبيي پوليس په دې اړه اوس پلټنې کوي. ځايي پوليس وايي دغه وېډيو له يوه تلويزيوني چنل نه اخيستل شوې ده.

د لومړنيو پلټنو له مخې وېډيو د تېر کال په اپريل مياشت کې يوټيوب ته اپلوډ يا داخل شوې ده.

په ډيلي کې د بي بي سي يو خبريال وايي د پوليسو د يوه کارکوونکي له قوله ويل شوي چې د باليووډ د دغه وتلي ستوري پر ضد د هېواد د ملي عزت او وقار ساتلو د قانون له مخې عريضه شوې ده.

دغه عريضه د اګست په څوارلسمه ثبت شوې ده او ښاغلي برهمي په دې اړه يو شمېر وېډيوګانې او تصويرونه هم راټول کړي دي.

شاه رخ خان په سملاسي ډول په دې اړه کوم غبرګونه نه دی ښوولی.

ښاغلي برهمي موده مخکې د ګهنا وشسټ پر ضد چې د ماډل په برخه کې کار کوي هم ملي بېرغ ته د سپکاوي له امله عريضه کړې وه.

پوليسو تېره اوونۍ ګهنا ونيوله او د يکشنبې په ورځ يې په ضمانت بېرته پرېښوده.

د ګهنا پر ضد هم د ملي بېرغ د سپکاوي او هغه ته د بې ادبي عريضه له انټرنټ نه په اخيستل شويو تصويرونو او وېډيو پر بنسټ وشوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .