برتانيا هم د کېمياوي وسلو په تړاو سوريې ته ګواښ وکړ

د خپريدو وخت: 05:18 گرینویچ - پنجشنبه 23 اگست 2012 - 02 وږی 1391

د چين رسنيو په لويديځ تور لګولی چې غواړي د کېمياوي وسلو په پلمه په سوريه کې پوځي مداخله وکړي.

برتانيا دغه خبرداری له هغه وروسته سوريې ته ورکوي چې لومړي وزير ډېوېډ کېمرون له ولسمشر اوباما سره په ټيلفون خبرې وکړې.

ډېوېډ کېمرون دغه راز د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولانډ سره هم د سوريې د کړکېچ په تړاو ټيلفوني خبرې کړې دي.

درېواړو هېوادونو د سوريې له مخالفينو سره د مرستو د زياتولو او دغه راز د سوري کډوالو د حالت په اړه بحث وکړ.

د برتانيا د لومړي وزير يوه وياند وويل، ډېوېډ کېمرون او ولسمشر اوباما په دې هوکړه کړې چې په هر حالت کې به د سوري حکومت له لوري د کېمياوي وسلو کارول د نه منلو وي.

تر دې وړاندې د چين حکومتي رسنيو د امريکا پر ولسمشر بارک اوباما تور ولګاوه چې ګواکې غواړي په سوريه کې د کېمياوي وسلو په پلمه په دغه هېواد کې د پوځي مداخلې پلان جوړوي.

د چين حکومتي رسنۍ سنهوا وايي لويديځ هېوادونه يو ځلې بيا په سوريه کې د پوځي مداخلې لپاره د پلمو د لټولو هڅې کوي.

چين او روسيه نه يوازې دا چې پر سوريې د ملګرو ملتو د بنديزونو مخالفت کوي، بلکې دغه بنديزونه دروي.

۲۰زره کسه وژل شوي

د سوريې له پلازمېنې دمشق او بل لوی ښار حلب نه د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

راپورونه وايي د حکومتي ځواکونو له لوري د دغو ښارونو په بېلا بېلو برخو کې د ياغيانو پر مرکزونو سخت بريدونه شوي دي.

د سوري مخالفينو په وينا په پلازمېنه دمشق کې د شوې جګړې له امله لږترلږه ۳۳ کسه وژل شوي دي.

دوی وايي په حماه ولايت کې د څرخکو هوايي بريدونو درې کسه وژلي او د سوريې له نورو سيمو هم د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

سوري مخالفين وايي له هغه راهيسې چې تېر کال د حکومت پر ضد د خلکو پاڅون پيل شوی تر اوسه له ۲۰زره زيات کسان وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .