نارويژی قاتل په ٢١ کاله بند محکوم شو

د خپريدو وخت: 12:26 گرینویچ - جمعه 24 اگست 2012 - 03 وږی 1391

که وروسته دا ثابته شي چې برېوېک د ټولنې لپاره خطر دی نو کېداشی چې په زندان کې د ډیرې مودې او یا تر مرګه پاتې شي.

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې يوې محکمې په ټول وژنې تورن ۳۳ کلن انډریس بېرېنګ برېوېک له ‌دماغي پلوه روغ وباله او هغه ته يې د ۲۱ کاله سزا ورکړه . دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي د د روغيتا په اړه ډاکټرانو مختلف نظرونه لرل.

برېوېک په ۲۰۱۱ کال کې د اوسلو په زړه کې ماین ځای پرځای کړ و او بیا یې د ځوانانو پر یوې ډلې چې د تفریح لپاره را ټول شوي وو ډزې وکړې.

د دې بریدونو له امله ۷۷ ځوانان ووژل شول او ۲۴۰ نور ژوبل شول.

برېوېک دا ومنله چې په پلازمنېه اوسلو او شاوخوا کې يې دغه غبرگ ډاروونکي بريدونه کړي وو خو ټینګار یې وکړ چې موخه یې "د مسلمانانو له ښکيلاک " نه د ناروې ژغورل و. هغه د محکمې پریکړه رد کړه او وې ویل چې د اسلام د پراختيا د مخنیوي لپاره دا کار اړین و.

ځينو ډاکټرانو نوموړی لېونحاله او ناروغ ګاڼه خو د محکمې پنځو قاضیانو وویل برېوېک روغ رمټ دی.

برویک د ناروې د جنايي قوانینو له مخې په ترهګرۍ او پلان شوې وژنې پړ وبلل شو او ۲۱ کالونو بند ترټولو سخته سزا ورکړل شوه .

خو که وروسته دا ثابته شي چې برېوېک د ټولنې لپاره خطر دی نو کېداشی چې په زندان کې د ډیرې مودې او یا تر مرګه پاتې شي.

ژغورل شویو کسانو او د وژل شویو خپلوانو د محکمې د پای ته رسېدو او د دې پریکړې هر کلی وکړ. د وژل شوې یوې انجلۍ پلار رسنیو ته وویل “اوس به تر یوې مودې د دې په اړه څه نه آورم. اوس موږ کولی شو ښه او ارامه ژوند وکړو٬.

د بي بي سي خبریال وايي برېوېک د محکمې د پرېکړې نه مخکې وویل چې د لېونحالۍ په پریکړه به اپیل ونه کړي که څه هم ده ویلي و چې د عصبي درملنې نه به د مرګ سزا غوره وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .