د امریکا ولسمشر څنګه ټاکل کېږي؟

د خپريدو وخت: 13:21 گرینویچ - جمعه 24 اگست 2012 - 03 وږی 1391
انتخابات

د متحدو ايالاتو د ولسمشرۍ سږنۍ ټاکنې د نومبر په شږمه نېټه تر سره کېږي

په دې شپو او ورځو کې په متحده ایالتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو خبرې خورا تودې دي.

کاندیدان په ډیر شدت سره په خپلو ټاکنیزو مبارزو اخته دي او خلکو ته دا وعدې ورکوي چې که وټاکل شي نو هېواد به له لوی مشکل څخه وژغوري چې هغه اقتصاد او خلکو ته د کار د زمینې د برابرولو خبره ده.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې چې هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي نه یوازې په امریکا کې دننه مهم بلل کېږي بلکې د نړۍ زیات شمېر هېوادونو ورته سترګې نیولي وي، ځکه د دې هېواد سیاست په یوشمېر مهمو نړیوالو مسئلو باندې د پام وړ اغېزه لرلای شي.

دغه ټاکنې هم ساده او هم پېچلې دي. ساده په دې مانا چې د ټاکنو قانون موجود دی، امنیت شته او خلک په آسانۍ سره خپلې رایې کاروي خو پېچلې ځکه دي چې له کانديدېدلو مخکې هر هغه څوک چې غواړي ولسمشر شي باید دې څوکۍ ته د رسیدلو لپاره زیاتې هلې ځلې وکړي.

په عمومي ډول په امریکا کې چې د وګړو شمېر یې څه باندې درې سوه او لسو میلیونو ته رسېږي دوه ګوندونه په خلکو واکمني کوي. یو دیموکراتان او بل جمهوري غوښتونکي.

راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې میت رامني او باراک اوباما سیالي کوي

دواړه ګوندونه ځان ته بېلابېلې تګلارې لري خو د افغانستان او ځینې نورو هېوادونو په شان داسې نه دي چې بعضې وختونه کاندیدان او ګوندونه آن په اساسی قانون کې د بدلونونو د راوستلو غوښتنه کوي. امریکایان خپل اساسي قانون ته تر هر څه زیات ارزښت ورکوي او وایي، پر دې ویاړي چې دغه قانون د ځکمې پر سر تر ټولو زوړ اساسي قانون دی.

ولسمشر او ټاکنې

د متحده ایالتونو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې سږکال د نوامبر په شپږمه نیټه په یوه ورځ په ټول هېواد کې ترسره کیږي. که څه هم چې د اساسي قانون له مخې هر هغه څوک چې په امریکا کې زېږېدلی او خپل د ژوند تېر څوارلس کاله یې په هېواد کې دننه تېر کړي وي کولا‎ی شي په دې ټاکنو کې ځان کاندید کړي خو که تاریخ ته په کتو سره د امریکا ولسمشر یا له دیموکرات ګوند څخه دی او یا هم له جمهوري غوښتونکي ګوند څخه.

دا ځل ولسمشر باراک اوباما چې دیموکرات دی، د جمهوري غوښتونکي د یو کاندید په وړاندې سیالي کوي او په اغلب ګمان سره دغه کاندید به د مسه چوست پخوانی والي میت رامني وي.

مخکې له دې چې اصلي ټاکنې ترسره شي، د دواړو ګوندونو ترمنځ یو شمېر کاندیدان را پېدا کېږي چې یو له بله سیالي کوي او کوښښ یې دا دی چې په عمومي ټاکنو کې د ګوند یوازینی کاندید وپیژندل شي.

جمهوري غوښتونکو په خپلو منځونو کې په بیلابیلو ایالتونو کې ټاکنیزې سیالۍ وکړې چې ګټونکی یې میت رامني شو.

د قانون له مخې په امریکا کې یو شخص یوازې دوه ځله پرله پسې ولسمشري کولای شي نو له دې امله زیاتره ولسمشران د خپلې لومړۍ دورې وروسته دویمه دوره کې بیا هم ځان نوموي.

البته په دې صورت کې د هغه اړوند ګوند بیا د ګوند دننه د کوم بل کاندید په لټه کې خپل منځي ټاکنې نه کوي ځکه ولاړ ولسمشر یې مخکې له مخکې نفوذ او شهرت موندلی یې چې تر نوي کاندید یې چانس زیات وي.

د بیلګې په توګه دا ځل جمهوري غوښتونکو په ګوند کې خپل منځي ټاکنې وکړې خو ډیموکراتانو چې اوسنی ولسمشر د هغو دی دا ټاکنې ونه کړې.

میت رامني او بارک اوباما

له څه باندې یو کال راهیسې جمهوري غوښتونکو په خپلو منځونو کې په بیلابیلو ایالتونو کې ټاکنیزې سیالۍ وکړې او په پایله کې میت رامني وکړای شول چې د خپلو نورو جمهوري غوښتونکو ملګرو څخه زیاتې رایې ترلاسه او تر ډېره بریده دا یقیني کړي چې د ولسمشر اوباما په وړاندې به د نوامبر میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د سیالیو ‌‌‌ډګر ته ور ودرومي.

دا د اوبا دویم ځل دی چې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندیدوي

خو د دواوړ ګوندونو د اصولو له مخې ولسمشر اوباما او میت رامني باید د خپلو ګوندونو په کنوانسیونونو کې چې هر ځل له ټاکنو دوه میاشتې مخکې جوړېږي رسمأ د خپلو اړوندو ګوندونو له لوري د جمهوري ریاست څوکۍ ته ونومل شي.

سږکال د جمهوري غوښتونکي ګوند کنوانسیون یا عمومي ګوندیزه غونډه راتلونکې دوشنبه (د اګست ۲۷مه) د فلوریدا ایالت په میامي ښار کې جوړېږي.

د دیموکراتانو کنوانسیون تر هغه یوه اوونۍ وروسته د شمالي کارولینا ایالت په شارلوټ ښار کې جوړيږي.

د ګوندونو د داخلی اصولو له مخې ګوند دا حق لري چې د ګوند د لومړنیو سیالیو د ګټونکي پر ځاي بل څوک د ګوند د کاندید په توګه اعلان کړي خو که په ډاډه زړه سره ووایو دا کار تر اوسه نه دی شوی نو ځکه په راتلونکو ټاکنو کې د میت رامني او باراک اوباما ګډون یقینی بریښي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .