میرکل د ګردې نړۍ ډېره نفوذ لرونکې ښځه ده

د خپريدو وخت: 05:47 گرینویچ - شنبه‬ 25 اگست 2012 - 04 وږی 1391

په نظر پوښتنه کې له ۲۸ هېوادونو د هغو ۱۰۰ ښځو نومونه راغلي، چې متوسط عمرونه یې ۵۵ ښودل شوي دي.

د امریکا د فوربس مجلې د کلنۍ نظرپوښتنې له مخې، د جرمني صدر اعظمه انګیلا میرکل د نړۍ تر ټولو ډېره نفوذ لرونکې ښځه ده.

آغلې میرکل دا ستاینه د یورو زون سیمه کې د اقتصادي هڅو په لړ کې ګټلې ده.

همدارنګه، نوموړې په اروپا کې یوه ستره اقتصادي مشره ګڼل شوې ده.

په دویم ګام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن راغلې، چې درېیم مقام بیا د برازیل ولسمشرې دیلما روزیف ګټلی دی.

په دې نظرپوښتنه کې د نړۍ د ډېرو نفوذ لرونکو ښځو په اړه نظر پوښتل شوی، چې زیاتره یې سیاستوالې دي.

همدارنګه مشهورې ښځې، او هغه چې په رسنیو کې ډېرې راڅرګندېږي، هم راغلې دي.

د فوربس ومان مشرې مویر فوربس ویلي، دا نظر پوښتنه ښځو ته د هغوی د اهدافو او کړو وړو پر بنسټ ترسره شوې ده.

په څلورم او پنځم مقام کې بیا د "بیل انډ میلنډا ګیټس" شرکت مشره میلنډا ګیټس او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې تنفیذي ایډیټره ګیل ابرامسن راغلې ده.

په نظر پوښتنه کې له ۲۸ هېوادونو د هغو ۱۰۰ ښځو نومونه راغلي، چې متوسط عمرونه یې ۵۵ ښودل شوي دي.

د برتانیا ملکه دویمه الیزابیت په شپږویشتمه مرتبه کې راغلې ده، خو ۲۶ کلنې امریکايي سندرغاړې لیډي ګاګا بیا څوارلسم مقام ګټلی دی.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .