لیبیايي اسلام پالو په رڼا ورځ صوفي زیارت ړنګ کړ

د خپريدو وخت: 06:37 گرینویچ - 26 اگست 2012 - 05 وږی 1391
زیارت

رویټرز خبري اژانس وايي چې د جومات او زیارت ګومبزه هم نړول شوې ده، خو اذان خونه او مناره یې د نړېدو په حال کې ده.

لېبیا کې سخت دریځو اسلام پالو یو زیارت په رڼا ورځ نړولی دی.

زیارت د تېرې شنبې پر ورځ پلازمېنه طرابلس کې په بیلدوزر او بمونو ونړول شو.

نړوونکو دغه صوفي زیارت د اور عبادت کوونکو ځای بللی دی.

ددغه زیارت لرغونتوب تر پنځلسمې پوړې پورې رسېږي.

یوه پوځي چارواکي ویلي، چې برید کوونکو ان د تېرې جمعې په ورځ د مشهور صوفي عبدالسلام الاسمر د زیارت نړولو تابیا نیولې وه.

سرچینه وايي، چې دوی په زیارت کې اور بل کړ، او ورڅېرمه کتابتون کې یې زرګونه لرغوني کتابونه هم سوځولي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د جومات او زیارت ګومبزه هم نړول شوې ده، خو اذان خونه او مناره یې د نړېدو په حال کې ده.

زیارت

زیارت په بیلدوزر او بمونو نړل شوی، چې پړه یې پر سخت دریځو سلفیانو اچول شوې ده.

لیبیايي چارواکي له سخت دریځو اسلام پالو اورپکو سره سمې ډغرې نه شي وهلی، او نه هغوی ته د تسلیمېدو سترګې برګولی شي.

تاریخي او روحاني زیارت

پر همدې مهال، په زیلتن ښار کې د پوځي شورا مشر عمر علي ویلي، چې د زیارت نړول د سخت دریځو ''سلفیانو'' کار دی.

د نړېدلي جومات ملا امام محمد سالم هم خپله غوسه داسې ښودلې ده چې "په لیبیا کې، څو اوونۍ وړاندې ما ته د وژنې ګواښونه وشول. دا ګواښ سلفیانو کړی وو، همداشان یې د زیارت د نړولو اخطار هم ورکړی وو."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .