یهودی مذهبي مشر د ایران د هلاکت لپاره خلک ښیرا ته رابولي

د خپريدو وخت: 09:02 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391
ګوفادیا یوسف (جوزیف)

یهودي مذهبي مشر ګوفادیا یوسف (جوزیف) د ''شاس'' په نامه د یوې سخت دریځې ډلې مشر دی.

یوه وتلي یهودي مذهبي مشر ګوفادیا یوسف (جوزیف) د نوي عبري کال پر لومړۍ شپه د ایران د پوپنا کولو لپاره خلک لمانځه او ښیراګانو ته بللي دي.

اسراییلي خبري رسنیو د جوزیف له قوله ویلي چې "کله چې پر دښمنانو له خدایه مرسته غواړو، باید د شیطان ایران په اړه فکر وکړو چې اسراییلو ته لوی ګواښ دی، له خدایه د ایران د تباهۍ غوښتنه کوم."

تېره اوونۍ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د خپلو امنیتي سلاکارانو یوه ډله د ایران د اتومي پروګرام د څرک لګولو په موخه د ښاغلي جوزیف لیدو کتو ته استولې وه.

اسراییلي خبري رسنۍ وايي، نتنیاهو هڅه کوي چې د ایران ضد برید په اړه د هغه دریځ معلوم کړي، او په دې سره وکولی شي چې اسراییلو کې د برید د پلویانو توله ډېره کړي.

د ویلو ده چې ۹۱ کلن ګوفادیا جوزیف د 'شاس' په نامه د یو سخت دريځي اسراییلي مذهبي ګوند مشر هم دی، چې ګوند یې د نتنیاهو په حکومت ونډه هم لري.

د اسراییلي حکومت د کابینې په اتو وزیرانو کې د شاس ګوند یو وزیر لري.

ګوفادیا جوزیف یو له هغو یهودي ملایانو دی، چې په دې ټولنه کې ډېر نفو لري، چې ګڼ سیاستوال ورسره پخپلو چارو کې سلامشورې کوي.

جوزیف په عراق کې زیږېدلی، چې ګڼي جنجالي نظریې هم لري.

نوموړي وړاندې ویلي وو چې د فلسطين د ادارې مشر محمود عباس باید له ځمکې ورک شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .