الاسد: لوېديځ ټولې سیمې ته دسیسه جوړه کړې

د خپريدو وخت: 04:18 گرینویچ - دوشنبه 27 اگست 2012 - 06 وږی 1391
اسد او بروجردي

د ايران رسمي خبري آژانس – ايرنا د ښاغلي بروجردي له خولې ليکلي چې سوري مشر پر ايران بشپړ باور څرگند کړى او د کړکېچ په غوڅولو کې يې د تهران هره هڅه ستايلې ده.

د سوريې ولسمشر بشار اسد تور لگولى چې د لوېديځ له خوا د ټولې سيمې خلاف دسيسه پيل شوې او ټينگار يې وکړ چې په هره بيه به خپلې اوسنۍ تگلارې اوږدې وساتي.

ښاغلي اسد دا څرگندونې د ايران د پارلمان له ورغلي پلاوي سره په کتنه کې کولې. ددغه پلاوي مشري علاوالدين بروجردي کوله چې په ١٩٩٠ کلونو کې په افغانستان کې د ايران د تگلارو پلى کوونکى و.

د ايران رسمي خبري آژانس – ايرنا د ښاغلي بروجردي له خولې ليکلي چې سوري مشر پر ايران بشپړ باور څرگند کړى او د کړکېچ په غوڅولو کې يې د تهران هره هڅه ستايلې ده.

دغه ايراني چارواکي د سوريې په پلازمېنه – دمشق کې د ترينگلتيا گونگوسي رد کړل او هغه يې يو سوله ييز ښار وباله.

خو د ايراني پلاوي د پام وړ بل ټکى د خپلو هغو وطنوالو برخليک دى چې په سوريه کې تښتول شوي دي.

د پلاوي مشر علاوالدين بروجردي وايي د سوريې ولسمشر مخامخ د هغو په موندلو کې ښکېل دى او د يوې جرگه گۍ له لارې پرله پسې معلومات تر لاسه کوي.

دغه څه له پاسه ٤٠ ايراني وگړي چې د آزادې سوريې د پوځ په وينا د ايران د انقلابي ساتونکو پوځي غړي دي، تېره مياشت په دمشق کې له يوې ليليې وتښتول شول.

"لوېديځ پر ايران تور لگوي چې په سوريه کې د بشارالاسد له علوي شيعيه حکومت سره د وسلو او پيسو مرسته کوي. "

تهران وايي چې وگړي يې د سپېڅلو سيمو د زيارت لپاره سوريې ته ورغلي وو.

د ايران جگپوړى پلاوى تر هغه وروسته دمشق ته ورځي چې په وروستيو اوونيو کې د سرپرست صدراعظم او د ملي شورا د مشر په گډون د سوريې يو شمېر جگپوړي مشران د تهران مېلمانه وو.

لوېديځ پر ايران تور لگوي چې په سوريه کې د بشارالاسد له علوي شيعيه حکومت سره د وسلو او پيسو مرسته کوي.

پر همدې مهال، مخالف فعالين وايي حکومتي عسکرو او ملېشو دمشق ته بيخي څېرمه په داره يا کې تر ٣٠٠ ډېر وگړي يو ځايي وژلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .