مرسي: د بشارالاسد له شړلو سره مرسته وکړﺉ

د خپريدو وخت: 11:31 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولیدالمعلم د امریکا متحده ایالتونه د سوریې په روان کړکېچ کې ستر لوبغاړی بللی دی چې په وینا یې مخالف وسله وال د اسد پروړاندې هڅوي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي د بشارالاسد پر مخالفانو غږ کړی چې د هغه د راپرځولو لپاره مرسته وکړي.

خو د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولیدالمعلم ویلي، چې د سوریې په کړکېچ کې واشنګټن نېغ په نېغه لاسوهنه کوي.

سوري چارواکو د ټلوالې د ځینو مشهورو مشرانو پیسې او شتمنۍ کنګل کړي دي.

محمد مرسي له رویټرز خبري اژانس سره په یوې مرکې کې ويلي چې "اوس د وینو تویدو پایته رسېدو وخت راغلی، د سوري ولس د حق اخیستو لپاره باید قاتل واکمن نظام وشړل شي."

مرسي دا څرګندونې چین او بیا ایران ته له سفر وړاندې کړي دي.

پکین او تهران د اسد د لیرې کولو په مساله کې د مسکو ترڅنګ ولاړ دي، او د لوېديځو او عربي هېوادونو له پرېکړو سره مخالفت ښيي.

مرسي زیاتوي چې "اوس هېڅ مجال نه شته، ځکه چې سوري ولس خپله خپلواکي غواړي او غواړي چې خپلې چارې پخپله پرمخ بوځي."

تورونه

پر همدې مهال، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولیدالمعلم د امریکا متحده ایالتونه د سوریې په روان کړکېچ کې ستر لوبغاړی بللی دی چې په وینا یې مخالف وسله وال د اسد پروړاندې هڅوي.

المعلم له برتانوۍ انډپنډنټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې "باور لرم چې د امریکا متحده ایالتونه د سوریې ضد تر ټولو لوی لوبغاړی او نور هېوادونه د وسیلې په توګه کاروي."

المعلم امریکایان په منځني ختيځ کې د ایراني نفوذ د مخنیوي مخکښان بللي او وايي چې امریکا نه غواړي چې ایران په منځني ختيځ وسلې خرڅې کړي، بلکې امریکايي وسلې باید د منځني ختيځ بازارونه تاوده وساتي.

پیسې

مرسي

مصری ولسمشر محمد مرسي وايي د سوریې واکمن قاتل نظام باید بې واکه شي.

بل خوا، د سوریې د مالیې وزارت د ټلوالې د ځینو کسانو او مشرانو د ممکنه پیسو د کنګل کولو امر کړی دی.

دوی وايي چې دا کار یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د قانون پر بنسټ کړی دی.

په فرمان کې د ټلوالې مهم مشران، لکه میشل کیلو، شیخ ساریه الرفاعي او هغه کورنۍ شامل دي.

همداشان، په متحده عربي اماراتو کې د سوریې مخکنی سفیر عبداللطیف الدباغ او د هغه ښځه او قبرس کې مخکنۍ دپلوماته لمیاء الحريري او د سفیر ملګری محمد تحسین الفقیر هم شامل دي.

سوریې دغه کسان "پخپلو دندو کې د غفلت او ملي او وظیفوي بې پامۍ مخکښان" بللي دي.

دغه درې واړه سوري دپلوماتان په تېر جولای کې له سوري نظام جلا او له مخالفانو سره یوځای شول.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .