د توګو ښځو له میړونو سره یوه اوونۍ جنسي پرېکون وکړ

د خپريدو وخت: 07:55 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391

د حکومت مخالفې ډلې مشرې ایزابیل امیګانوي له خپلو ښځينه هېوادوالو غوښتي چې له خپلو میړونو سره تر یوې اوونۍ پورې کورواله ونه کړي.

د توګو ښځو سر له دوشنبې تر یوې اوونۍ پورې له خپلو میړونو سره د نه یوځای کېدو په پلمه سیاسي احتجاج کړی دی.

دوی له خپلو میړونو غوښتي چې له دوی سره لاسونه یو کړي او د واکمن نظام پرضد واټونو ته راووځي.

د حکومت مخالفې ډلې مشرې ایزابیل امیګانوي له خپلو ښځينه هېوادوالو غوښتي چې له خپلو میړونو سره تر یوې اوونۍ پورې کورواله ونه کړي.

په توګو کې پارلماني ټاکنې راروانې دي.

احتجاج کوونکې ښځې له واکمن ولسمشر فوریه ګناسینګبي، چې له ۲۰۰۵ راهیسې د هېواد ولسمشر دی، د استعفا غوښتنه کوي.

د نوموړي پلار ګناسينګبي اياديما په ۱۹۶۷ کال کې د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد، چې پوره ۳۸ کاله ددغه هېواد ولسمشر وو.

د ټلوالې شعار دی چې "توګو وژغورﺉ" چې تر اوسه د اوو سیاسي ګوندونو سربېره نهه مدني ټولنې ورسره یوځای شوي دي.

دغه ایتلاف له ولسمشر او د هغه له کورنۍ څخه له واکه د لیرې کېدو غوښتنه کوي.

د ټلوالې مشرې ایزابیل امیګانوي ویلي، چې "جنسي اړیکه" په هېواد کې د سیاسي بدلون راوستو لپاره د وسلې په توګه کاروي.

احتجاج کوونکې ښځې له واکمن ولسمشر فوریه ګناسینګبي، چې له ۲۰۰۵ راهیسې د هېواد ولسمشر دی، د استعفا غوښتنه کوي.

امیګانوي بي بي سي ته وویل چې "موږ ښځو ته په توګو کې د ښځو د غوښتنو د پوره کولو لپاره د نارینه وو د مجبورولو لپاره ډېر چمونه په کار دي."

په ۲۰۰۳ کال کې هم د لایبریا ښځو له خپلو میړونو سره د کورواله نه کولو په پلمه د سولې د راتلو په موخه احتجاج کړی و.

دا مظاهرې ان د تېرې شنبې په ورځ د توګو له پلازمېنې لومي پیل شوي دي، چې زرګونه ښځو په کې ګډون کړی وو.

ددوی هدف په راتلونکو ټاکنو کې د واکمن ګوند کمزوري کول دي.

د توګو د وګړو شمېر شاوخوا شپږ اعشاریه اوو میلیونو ته رسېږي، چې زیاتره وګړي یې په فرانسوي ژبه غږېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .