ترکیه د سوريې کډوالو لپاره مرسته غواړي

د خپريدو وخت: 01:20 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391

ترکيه پلان لري د سوريې نه د را تلونکو کډوالو لپاره څلور نوي مېشت غالي جوړ کړيl.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې شاوخوا ۲۰۰۰۰ سوريايي کډوال به په خپل هېواد کې د جګړو نه د تېښتې له امله ګاونډي هېواد ترکيې ته واوړي.

دا شمېر تر هغه دوه برابره ډېر دی چې د ترکي دولت په وینا دوی يې ځایولای شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا UNHCR وايي هره و رځ شاوخوا ۵۰۰۰ کډوال د ترکيې پر پوله اوړي.

دا شمېر یوازې د دې میاشتې په پيل کې د ورځې ۵۰۰ وو.

د ترکيې سره پر پوله، Kilis کلیس سیمې ته را رسېدلو نویو کډوالو وويل ډېرو نورو هم د خپل هېواد د پرېښودو تکل درلود او هیله يې لرله چې له پولې دې خوا را واوړي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر داود اوغلو د سوريې نه د را رسېدونکو کډوالو د بهير سره د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه.

هغه وويل د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د سوري کډوال شمېر له ۸۰۰۰۰ اوښتی دی.

ښاغلي اوغلو زیاته کړه چې ترکيه د سوري کډوالو سره د مرستې هوډ لري خو د نړیوالو لا ډېرو مرستو ته هم اړ دی.

ترکيه چې پلان لري د سوريې نه د را تلونکو کډوالو لپاره څلور نوي مېشت غالي جوړ کړي خبرداری ورکړی چې تش ځایونه يې په خلاصېدو دي.

ترکیه پر نړېوالې ټولنې غږ کوي چې په دې بار کې ورسره شریک شي او په سوريه کې دننه دې خوندي ځایونه جوړ کړي.

دا یوازې ترکیه نه ده چې د اسد رژيم له تاوتریخوالي نه خلک ورته په تېښته دي بلکې بل ګاونډی اردن هم په همدې حال کې دی.

هلته هم د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا UNHCR وايي د کډوالو شمېر په تېره اوونۍ کې له څلور نیم زرو نه ۱۰ زرو ته رسېدلی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .