د اسټرالیايي شرکت اعلان ناندرۍ رامنځته کړې دي

د خپريدو وخت: 11:37 گرینویچ - چارشنبه 29 اگست 2012 - 08 وږی 1391
استرالیا

د کولز سوپر مارکیټ مسوولین وايي دغه اعلان ددوﺉ له منظوري پرته جاري شوی.

د یوه اسټرالیايي شرکت په هغه اعلان سختې نیوکې شوې دي، چې د کارکونکو موندلو لپاره يي جاري کړی دی.

دسو پر مارکیټ د تنظیف دغه اسټرالیايي شرکت د کارکونکو موندلو لپاره په ګمټري ویبپاڼي کې یو اعلان خپور کړی دی.

په دغه اعلان کې لیکل شوي دي ( هندیان او اسیایان دې غوښتنلیکونه نه رالېږي)

دغه شرکت ته په کولز سوپرمارکیټ کې د تنظیف کولو ټیکه ورکړل شوې ده. استرالیايي چارواکي وايي دوي د دغه اعلان په اړه تحقیقات کوي.

بل لور ته د استرالیا دوهم لوی سپر اسټور کولز وايي دغه اعلان د ټیکې شرکت جاري کړی دی او په دوی پورې هیڅ تړاو نه لري.

د کولز چارواکي وايي دغه اعلان د دوﺉ له منظوري پرته جاري شوی دی. د کولز مسوولین وايي دوﺉ د دغه اعلان په اړه ډېر اندېښمن دي.

دوﺉ وايي موږیاد شرکت ته هیڅ دغه ډول شرایط نه دی ورکړي. بل لور ته چارواکو ویلي ديو چې په دې اړه د پوښتنو ګروېږنو امر ورکړل شوی دی.

د دوﺉ په خبره ټیکه اخېستونکي شرکت او ګمټري ویبپاڼي له قانون څخه سرغړونه کړې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .