خامنه اي: تهران د اتومي وسلو جوړولو هوډ نه لري

د خپريدو وخت: 13:04 گرینویچ - پنجشنبه 30 اگست 2012 - 09 وږی 1391

بانکي مون د امریکا او یو شمېر لویدیځو هېوادونو په مخالفت سربېره تهران ته تلی

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای وايي هېواد يي د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي. د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد په پلازمېنه تهران کې د ناپیلو هېوادونو دوه ورځنۍ سر مشریزې غونډې ته د وینا پر مهال نوموړي په امریکا تور ولګاوه، چې غواړي په نړۍ خپله خوښه وتپي.

نوموړي د غونډي د پنځوسو ګډونوالو هېوادونو استازو ته وویل، چې ایران هیڅکه هم د اتومي وسولو جوړولو هڅه نه ده کړې. نوموړي دا هم وویل، چې هېواد به يي د سوله ایزې انرژۍ د تر لاسه کولو له خپل حق نه هیڅ کله لاس په سر نه شي.

د نوموړي په خبره ایران به د هغو بندیزونو له امله متاثر نه شی، چې پرې لګول شوي دي. بل لور ته د رویټر خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې خامنه ای د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غیر منطقي جوړښت هم نیوکه وکړه ، چې د ده په خبره له همدې امله يي د امریکا متحده ایالاتو ته زمینه برابره شوه، چې په نړیوالو خپله خوښه وتپي.

امریکا او لویدیځ هېوادونه شک لري چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي خو تهران تل دغه تورونه رد کړي او وايي اتومي پروګرام يي د سوله ایزو مقصدونو لپاره دی.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون په یاده غونډه کې د ګډون او له ايراني چارواکو سره د خبرو لپاره د امریکا او یو شمېر لویدیځو هېوادونو په مخالفت سربېره تهران ته تلی.

امريکا او اسراييلو له ښاغلي بانکي مون نه غوښتي وو، چې باید د تهران په غونډه کې د ګډون په اړه د تهران بلنه ونه مني او استدلال يې دا و چې په دې سره به د ايران پر اتومي پروګرام وضع شوي فشارونه پيکه شي.

امریکا او لویدیځ هېوادونه شک لري چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکې مون د ایران پر حکومت ټینګار کړی چې ډاډ ورکړي چې اټومي پروګرام یې د سوله ایزو اهدافو لپاره دی.

د تهران هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال بانکي مون وويل د سوريې د کړکېچ په تړاو به هم له ایراني مشرانو سره وغږېږي.

بل لور ته د مصر نوی ولسمشر محمد مرسي هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته رسیدلی. د ا په ایران کې د دیرش کاله وړاندې انقلاب راهیسې لومړی مصری مشر دی چې دغه هېواد ته سفر کوي.

د بي بي سي خبریال وایې دغه غونډه ایران ته د لویدیځو د هغو غوښتنو سره د مبارزې چانس ورکوي چې غواړي دغه هېواد د خپلو اټومي فعالیتونو له کبله په انزواکې وساتي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .