د سعودي مبارز قحطاني محکمه پيل شوه

د خپريدو وخت: 11:07 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391

دغه رپوټونه محاکمې ته يوه ډول روڼوالى ورکوي چې په سعودي عرب کې مخکې دود نه و.

د سعودي عرب د بشري حقونو د يوه تر ټولو وتلي مبارز محکمه پيل شوې ده.

د اقتصاد استاد محمد قحطاني د سعودي د بشري حقونو د سازمان بنسټ ایښودونکی دی.

که پړ وخېژول شي نو د بند پنځه کلنه سزا به ورته ورکړل شي.

د محمد قحطاني پلويان د ټوېټر خواله شبکه د هغه د محاکمې د رپوټولو او د هغو بشري فعالينو د عکسونو د خپرولو لپاره کاروي چې د پيوستون ښودلو لپاره ورغلي وو.

دغه رپوټونه محاکمې ته يوه ډول روڼوالى ورکوي چې په سعودي عرب کې مخکې دود نه و.

محمد قحطاني له څو بېلا بېلو تورونو سره مخامخ دى چې د ناقانونه ټولنې جوړول، له سعودي عرب سره د نړيوالو ټولنو مخالفول او له پاچا سره پربيعت پښې ايښودل په کې راځي.

که چېرې پړ وخوت، نو پنځه کاله بندي کېدلى شي.

دى د بشري حقونو له هغو څلورو فعالينو څخه يو دى چې په ورته تورونو تر محکمې لاندې دي.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .