د رڼا لانجمنه ودانۍ

د خپريدو وخت: 15:34 گرینویچ - 02 سپتمبر 2012 - 12 وږی 1391

د دغه پلان مخالفان استدلال کوي چې دغه طرحه نا انډوله ده او د ښار له لرغوني بڼې سره سمون نه لري.

د کابل په گډون په ډېرو ښارونو کې نوې ودانۍ او حتی په خپل سرې ودانۍ جوړيږي خو ښاريان ورسره دومره مخالفت نه کوي. خو داسې ښکاري چې په ايټاليا کې د وینس ښاريان په دې برخه کې غلي نه دي.

لکه څنگه چې آلن جانستن (Alan Johnston) په دې اړه له روم نه په خپل رپوټ کې کاږي چې حتی ستر ايټالوي طراح پييرکاردين (Pierre Cardin) اړ دى چې په وینس کې د څو ميلياردونو په لگښت د يوې ودانۍ د جوړولو لپاره د ښاريانو هوکړه ترلاسه کړي.

وتلي ايټالوي طراح پيير کاردين د ماشوموالي پر مهال له خپلې کورنۍ سره په فرانسه کې ژوند کاوه.

خو اوس چې ۹۰ کلن دى غواړي په خپل پلرني ټاټوبي وینس کې له ځانه يو يادگار پرځاى پرېږدي.

هغه غواړي چې د وینس په سمندري څنډو کې يو آسمان څکى برج يا ودانۍ جوړه کړي.

هغه په پام کې لري چې دغه برج له اوسپنې او ښيښو جوړ کړي او د رڼا ماڼۍ نوم پرې کېږدي.

دغه ٦٠ پوړيزه ودانۍ چې د اوبو پرغاړه به جوړيږي، استوگني اپارتمانونه، دفترونه، سينما گانې، بڼونه او د موډ او سينگار يو ښوونځی به هم ولري.

ښاغلي کاردين په دې اوونۍ کې يو نندارتون جوړ کړى و چې د وینس خلکو ته د ودانۍ په اړه معلومات ورکړي.

ښاغلي کاردين د وينا پرمهال دا د خپل ژوند تر ټولو ستره پروژه وبلله.

دغه ودانۍ چې په واقعيت کې به د رڼا يو برج وي، د وینس ښار ته به يوه نوې ځانگړتيا ور وبخښي.

هغه وويل چې دغه ودانۍ به په لسگونه زره نوي کارونه پيدا کړي او دې بندري ښار ته به نوى روح ورکړي.

خو اټکلونه دا دي چې دا به د هغه مخالفين قانع نه شي کړاى.

هغوى استدلال کوي چې دغه طرحه نا انډوله ده او د ښار له لرغوني بڼې سره سمون نه لري.

د دوى وينا دا ده چې ښار به تر اغېز لاندې را ولي او د ښار د فضا ښکلا به زيانمنه کړي.

هغه سيمه ييزه سټه چې د ښاغلي کاردين دغې طرحې ته د شک په سترگه گوري وايي دغه طرحه د نوموړي د شخصيت لپاره يوه پروپاگند دی او د وینس ښار ته د خدمت کومه موخه نه لري.

خو له دې مخالفت سره سره، د کار ځايونو د پيدا کولو او د لويې پانگونې له کبله ښايي چې دغه طرحه عملي شي.

د ښار اوسنى ښاروال د دغې طرحې ملاتړ کوي خو د ښار يو پخوانى ښاروال بيا وايي: "دغه طرحه ډېره ښکلې نه ده او د بخښل شوي آس غاښونه نه شمېري".

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .