امریکا کې د جمهوري غوښتونکو د شور او ځوږ اوونۍ ختمه شوه

د خپريدو وخت: 13:51 گرینویچ - دوشنبه 03 سپتمبر 2012 - 13 وږی 1391

امریکا کې ټاکنیزې مبارزې عجیبې دي، ځکه چې یو کاندید دومره د ځان ښېګڼې نه وایي لکه څرنګه چې د خپل سیال پورې بد وایي

تیره اوونۍ د امریکا د خلکو، او په ځانګړي توګه د جمهوري غوښتونکو لپاره خورا مهمه اوونۍ وه. مهمه په دې مانا چې جمهوري غوښتونکو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره چې د راتلونکي نومبر میاشتې په شپږمه نیټه به ترسره شي، په رسمي ډول خپل کاندید اعلان کړ او هغه کس، لکه څنګه چې مخکې یې اټکل کېده، د مسه چوست پخوانی والي پنځه شپیته کلن میت رامني و.

د متحده ایالتونو له ګوټ ګوټ څخه د جمهوري غوښتونکو څه د پاسه دوه زره استازو چې تیره اوونۍ په فلوریدا ایالت کې سره راټول شوي ؤ، په یوۀ غږ له امریکایانو څخه وغوښتل چې میت رامني ته دې رایه ورکړي او پر ولسمشر باراک اوباما یې چې له دیموکرات ګوند څخه دی، دومره تورونه ولګول چې ګواکې هغه د امریکا تر ټولو کمزوری ولسمشر دی.

زیاتو امریکایي رسنیو په ځانګړي ډول تلویزیوني چینلونو د جمهوري غوښتونکو له کنوانسیون څخه په مستقیم ډول خپرونې درلودې او جمهوري غوښتونکو هم له دې څخه په ګټه اخیستنې سره کوښښ وکړ چې امریکاییانو او نړۍ ته خپل پیغامونه ورسوي او میت رامني یو مینه ناک، پوه، قابل، او با مسئولیته مشر معرفي کړي.

دغه غونډه په سه شنبې پیل او په پنجشنبې پای ته ورسیده. وروستۍ نظر پوښتنه ښیي چې د میت رامني د مینه والو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، خو دا هم ویل شوي چې لا اوس هم په امریکا کې د رامني په پرتله، د اوباما محبوبیت ډیر دی. له دې ټولو سره سره، دا به له وخته مخکې خبره وي چې وویل شي د ټاکنو په ورځ به د چا مینه وال ډیر وي او څوک به د امریکا راتلونکی ولسمشر شي.

ټاکنیزې مبارزې

په امریکا کې ټاکنیزې مبارزې عجیبې دي دا ځکه چې یو کاندید دومره د ځان ښېګڼې نه وایي لکه څرنګه چې د خپل سیال پورې بد وایي. د بیلګې په توګه په افغانستان کې کاندیدان کوښښ نه کوي چې په خپلو تلویزیوني اعلانونو کې د خپلو سیالانو بده ووایې، خو په امریکا کې دا یو معمول کار دی. د میت رامني او اوباما اکثره اعلانونه د یو بل پر ضد دي یعنی دا چې دواړه کوښښ کوي د خلکو پام د یو بل کمزورو ټکیو ته راواړوي.

د ایسټ ووډ خبرو، جمهوري غوښتونکو ته د ګټې په ځای ښايي زیان رسولی وي

په امریکا کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسېدو لپاره کاندیدان په خپلو ټاکنیزو کې میلیونونه ډالره لګوي. د مثال په توګه کله چې بارک اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د دیموکراتانو لخوا کاندید ؤ، ولسمشرۍ څوکۍ ته یې د رسېدو لپاره کابو ۷۵۰ میلیونه ډالره ولګول.

کاندیدان دغه پیسې، د بسپنې په ډول، له خلکو او یا هم له لویو کمپنیو څخه ترلاسه کوي او داسې وړاندوینه شوې ده چې سږ کال به په ټاکنیزو مبارزو کې دواړه کاندیدان، باراک اوباما او میت رامني په ګډه د دوه میلیاردو ډالرو په شا او خوا کې پیسې ولګوي.

د ایست ووډ "تشه څوکۍ"

په متحده ایالاتو کې داوړه ستر ګوندونه هڅه کوي چې له وتلو او پېژندل شویو څېرو څخه په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې ګټه واخلي. کلېنټ ایست ووډ چې د هالیووډ سینما یوه پېژندل شوې څېره ده، تېره اوونۍ یې د جمهوري غوښتونکو په کنوانسیون کې خبرې وکړې خو د دې پر ځای چې جمهوري غوښتونکو ته ګټه ورسوي، داسې ښکاري چې زیان یې ور رسولی دی.

ایست ووډ هغه سینمایي لوبغاړی دی چې څو لسیزې مخکې یې د (ښه، بد، او زشت) فلم خورا شهرت موندلی و او دا فلم په افغانستان کې هم ډیر مینه وال لري. نوموړي تېره اوونۍ د جمهوري غوښتونکو په کنوانسیون کې چې یو مهمه سیاسي غونډه وه، په داسې حال کې وینا واوروله چې یوه تشه څوکۍ یې هم تر څنګ ایښې وه.

هغه به تشې څوکۍ ته سر ور واړاوو او داسې پیښې او خبرې به یې کولې چې ګواکې پر هغې څوکۍ اوباما ناست و. پخپلو خبرو کې یې چې د طنز بڼه یې درلوده، کوښښ کاوه اوباما د ولسمشرۍ څوکۍ ته یو نامناسبه شخص وښیي.

د ایسټ ووډ تر خبرو وروسته ولسمشر اوباما پر ټوېټر دا نځور خپور کړ چې لاندې ترې لیکلي و دا څوکۍ نیول شوې ده.

د ایست ووډ دغه نوښت له یوه پلوه ځینو جمهوري غوښتونکو، لکه د میت رامني میرمنې، ان رامني، خوښ کړ خو ډیرو بیا دا یو بې ځایه، بې ربطه او سپک کار وباله. یو شمېر بیا دا هم ویل چې هغه له ځانه سره د وینا متن نه وو راوړی او داسې کس ته چې مخکې له مخکې یې خپل د وینا متن نه وي تیار کړی، باید په دغه راز شانداره غونډه کې د خبرو حق هم ورنه کړل شي.

د کلینت ایست ووډ د تشې څوکې د طرحې په وړاندې، ولسمشر اوباما هم یو جالبه غبرګون وښود چې په رسنیو کې پرې تودې خبرې وشوې. اوباما په خپل ټویټر باندې چې پر انټرڼیټ د خواله یوه رسنۍ ده، داسې یو عکس خپور کړ چې د شا له خوا، دی په خپله د ولسمشرۍ پر څوکۍ ناست ښیي او تر عکس لاندې بیا لیکل شوي چې "دا څوکۍ نیول شوې ده" مانا دا چې تشه نه ده.

د ډیموکراتانو کنوانسیون

د عمومي ولسمشریزو ټاکنو دمخه، د امریکا د متحده ایالتونو دواړه ستر ګوندونه خپل خپل کنوانسیونونه یا سترې ګوندیزې غونډې جوړوي. هر ګوند خپل د کنوانسیون د جوړیدو ځای، کال په کال بدلوي. دا ښیي چې په امریکا کې سیاسي ډګر یوازې په پلازمینې پورې نه دی محدود. د جمهوري غوښتونکو کنوانسیون دا ځل په جنوب کې، د فلوریدا ایالت په مرکز میامي کې جوړ شو، خو فقط د څو ورځو په توپیر سره به د دیموکراتانو کنوانسیون، د دوشنبې په ورځ د فلوریدا شمال پلو، د شمالي کارولینا په شارلوټ نومي ښار کې پرانیستل شي.

د دیموکراتانو کنوانسیون کې هم وار دمخه لا مالومه ده چې بارک اوباما به د ولسمشرۍ څوکۍ ته، او جو بایډن به د هغه د مرستیال په توګه ونومل شي. تېره یوه اوونۍ، د امریکا د ټولو رسنیو مضمون، د جمهوري غوښتونکو کنوانسیون او په هغه کې ویناوې او سیاسي تبصرې وې. دا ځل د دیموکراتانو وار دی او څو ورځې به د اوباما او د هغه د پلویانو د سترې ګوندیزې غونډې په هکله مستقیم او غیرمستقیم رپوټونه خپرېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .