''اسراییل پر ایران برید ته د جګړې ډول وهي''

د خپريدو وخت: 07:53 گرینویچ - چارشنبه 05 سپتمبر 2012 - 15 وږی 1391

اسراییلي ورځپاڼې "یدیعوت" پخپل رپوټ کې لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو په دې وروستیو کې ایران ته یو پټ پیغام استولی، چې ګني امریکا پر ایران د برید ملاتړ نه کوي.

پر ایران د اسراییلو د ممکنه برید تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د اسراییلو ورځپاڼو د ایران موضوع د سرلیکونو په غټو ټکو لیکلې وه.

ان ځینو اسراییلي خپرنیو خو د چارواکو او پوځي مشرانو له خولې دا هم ویلي وو چې ګني اسراییل پر ایران د برید لپاره ډول وهل پیل کړي او د ایراني ضد عمل لپاره یې یو اړخیزه پرېکړه کړې ده.

خو ځینو ورځپاڼو بیا پر ایران د اسراییلي بریدونو په تړاو د امریکا د پټ پیغام- داسې چې به دې برید سره امریکا موافقه نه ده- موضوعات ځانګړي کړي وو.

خو د لبنان ایراني پلوې ډلې حزب الله مشر حسن نصرالله بیا په زغرده ویلي که چېرې اسراییل پر ایران برید وکړي، ایران به په منځني ختيځ کې پر امریکايي اډو او ستراتیژيکو اهدافو بریدونه وکړي.

اسراییلي ورځپاڼې "یدیعوت" پخپل رپوټ کې لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونو په دې وروستیو کې ایران ته یو پټ پیغام استولی، چې ګني امریکا پر ایران د برید ملاتړ نه کوي، او د برید په چاره کې به له ایران سره ونه درېږي.

اسراییلي ولسمشر ویلي چې هېواد یې د هر راز مخکني او نوي ګواښ ځواب ویلی شي.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې په امریکايي اداره کې جګپوړو چارواکو په دې وروستیو کې د دوو اروپايي حکومتونو په مټ خپلو ایراني سیالانو ته مخ اړولی دی او ایرانیانو ته یې دا په ډاګه کړې ده، که چېرې اسراییل د جګړې شوق لري، نو امریکا په دې جګړه کې ځان ښکېلول نه غواړي، او له ایران څخه امریکا غوښتي چې په خلیج کې امریکايي ستراتیژيک اهداف په نښه نه کړي.

د اړیکو ترینګلتیا

ورځپاڼې د امریکايي او اسراییلي څارګرو ادارو ترمنځ هغو اسراییلي غونډو ته هم اشاره کړې ده، چې په لړ کې یې د اوباما ادارې د اسراییلو له دغه راپور سره مخالفت ښودلی چې ګني اسراییل له امریکا سره تر همغږۍ پرته پر ایران بریدونه کول غواړي، خو امریکا ددغو بریدونو پایله ویجاړوونکې بولي.

بل خوا، "نن اسراییل" ورځپاڼې د ځینو اسراییلي چارواکو هغه څرګندونې راخیستې دي، چې ګني د جګړې تاییدوونکي دي او پر ایران برید ته چمتو شوي دي.

د رییس الارکان بیني ګانتس له قوله یې ویلي چې اسراییلي پوځ هرې سناریو ته چمتو دی، او هر وخت او هر ځای د خپل ولس دفاع کولو ته تیارسئ دی.

"حسن نصرالله ویلي که چېرې اسراییل د ایران پر اتومي بټیو برید وکړي، ایران به په منځني ختيځ کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړي."

د ولسمشر شمعون پیریز له خولې یې ویلي چې "منځنی ختيځ اوس د بادونو په لړۍ کېوتی دی، د زړو او نویو ګواښونو ورته مخه ده، چې باید کم ونه ګڼل شي، همدارنګه ډار هم ترې پکار نه دی... نن اسراییل تر بل هر وخت ډېر ځواکمن دی."

خو د دفاع وزیر ایهود باراک له خولې وايي چې "اسراییلي پوځ دی چې د دولت د امنیت او راتلونکې ضمانت او دفاع کولی شي، اسراییلي پوځ د هرې اشارې په غبرګون کې ځواب ورکولی شي."

ورځپاڼې د خپلې یوې سرچینې په حواله ویلي چې "اوس هغه دوه وړاندې شوي دلیلونه (وخت شته او د امریکا متحده ایالتونه کار کوي) ناسم ختلي دي، ایران د اتوم بم رسېدو ته چټک شوی، او امریکایان د خپل پوځي مشر په مټ وايي چې دوی به اسراییل یوازې پرېږدي."

یو اړخیز عمل

بل خوا، د اسراییلو "معاریف" ورځپاڼې ویلي چې د ایټالیا، جرمني، بلغاریا او ناروې د بهرنیو چارو وزیران –چې د اروپايي اتحادیې غړي هم دي- په راتلونکو څو ورځو کې اسراییلو ته روان دي، چې په وینا یې لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به له دې لیدنو په ګټې اخیستنې دوی ته دا پیغام ورسوي چې اروپا باید پر ایران لانور بندیزونه ولګوي او ان د بندیزونو لړۍ باید ولسي ایرانیانو ته هم ورسېږي، تر هغه چې ایران د خپلو اتومي هڅو درولو ته اړ شي.

نتنیاهو اوس پر ولسي ایرانیانو د بندیزونو لګولو لپاره د اروپايي هېوادونو په قانع کولو بوخت دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې نتنیاهو به وزیرانو ته ووايي چې اتومي وسلې ته د ایران د رسېدو لپاره د اسراییلو له لوري پاتې وخت محدود دی، او که چېرې نړیوال د ایران په مخ کې سره کرښه ونه باسي، د اسراییلو لپاره تر پوځي برید پرته کوم بل انتخاب نه پاتې کېږي.

که اسراییل دا کار وکړي، دا به ددوی یو اړخیز عمل وي، خو بهانه به یې له ځانه دفاع کول او د ایران د اتومي هڅو د درولو چاره وي.

خو په "هارټس" ورځپاڼه کې بیا د "اوباما، تهران ته سفر وکړه" تر سرلیک لاندې مقاله کې لیکوال وړاندیزکوي چې اوباما دې د اتومي هڅو درولو په موخه له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته ولاړ شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .