د بشري حقونو څار ټولنه پر شیعه گانو بريد اندېښمنه کړې

د خپريدو وخت: 16:24 گرینویچ - پنجشنبه 06 سپتمبر 2012 - 16 وږی 1391

د بشري حقوقو د څار بنسټ وايي حکومت د دې وژنو د مخنيوي لپاره ډېر کم څه کړي دي.

د بشري حقونو نړيواله څار ډله – (Human Rights Watch) وايي پر شيعه گانو بريدونو کې د پاکستان له استخباراتي ادارو سره تړلي سني اورپکي لاس لري.

ټولنه وايي په ټول پاکستان کې په دغه ډول بريدونو کې څه له پاسه ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

لږ تر لږه ۱۰۰ يې يوازې په بلوچستان کې په ډزو وژل شوي چې ويل کېږي د افغان طالبانو او نور اورپکو د پټېدو خوندي ځاى دى.

د هيومن رايټس واچ (Human Rights Watch) د راپور له مخې له کله نه چې د لشکر جهنگوي د ډلې مشر ملک اسحاق له زندانه پرېښودل شوى دى په دا ډول بريدونو کې زياتوالى راغلى دى.

د دې ډلې گڼ وسله وال له وړاندې د سلگونو کسانو د وژلو له امله مجرم ثابت شوي دي چې په وژل شوو کې بهرنيان او حکومتي چارواکي هم شامل و خو د دې ډلې اصلي هدف شيعه گان دي.

د بشري حقوقو د څار بنسټ وايي حکومت د دې وژنو د مخنيوي لپاره ډېر کم څه کړي دي.

په دغه راپور کې له پاکستانه غوښتنه شوې ده چې د دې ډلې وسله والو سره د ځينو چارواکو د اړيکو په هکله پلټنه وکړي او څوک چې مسول دي هغوی ته باید سزا ورکړي.

د اسيا لپاره د هيومن رايټس واچ مشر براډ اډمس (Brad Adams) له نيويارکه په يوې وينا کې ويلي چې په فرقه یيزو وژنو کې د ککړو کسانو په نيولو کې د پاتې راتلو دلیل دا دى چې حکومت دې مسلې ته پام نه کوي.

د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې ادعا شوې ده چې ځيني افراطي سني تنظيمونه د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو سره تړاو لري

براډ اډمس (Brad Adams) وويل د پاکستان حکومت د شيعه گانو په عام وژنه چپه خله نه شي پاتې کېدى

د بشري حقونو د څار ډلې غوښتنه کړې چې حکومت بايد د شيعه مېشتو په ځانگړي توگه د کوټې په هغو سيمو چې ډېرى وگړي ېې شيعه گان دي امنيتي چارې سختې کړي.

دا بنسټ وايي د پاکستان سياسي مشرانو، امنيتي ادارو، قضا او پوځ ته باید دا مساله په هماغه اندازه جدي وي لکه څرنگه چې د هېواد د نورو مسالو په اړه جدي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .