نهیلې شوې مور ۳ لوڼې په ۳ ډالرو وپلورلې

د خپريدو وخت: 08:01 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

پورنیما هلدور اووه دېرش- اته دېرش کلنه ښکارېده، خو د خپلې زوکړې دقیقه نېټه یې هېڅ په یاد نه وه.

د هند په لوېديځ بنګال کې یوه مور د خپلو درو لوڼو روزۍ پکو کړې ده، چې له همدې کبله په درو ډالرو د خپلو درو واړو لوڼو خرڅولو ته اړ شوې ده.

خو سیمه ییزو چارواکو یې لوڼې بېرته خپلې مور ته ورستنې کړي دي.

په هند کې د بي بي سي خبریاله راهول تاندون دغې کورنۍ ته ورغلې او دا کیسه یې پرې چمتو کړې ده.

پورنیما هلدور اووه دېرش- اته دېرش کلنه ښکارېده، خو د خپلې زوکړې دقیقه نېټه یې هېڅ په یاد نه وه.

دا وايي چې اوس ژوند کول ورته یو تلپاتې مبارزه ښکاري، چې په دې وروستیو کې یې د خپلو درو لوڼو د ژوندي ساتلو لپاره هر څيز ته لاس اچولي دي.

خو وايي، هرکله چې پوره نهیلې شوه، د خپلو لوڼو خرڅولو ته اړ شوه.

په هند کې خبري رپوټونو ویل چې هلدور خپلې درې واړې لوڼې د ۱۸۵ هندي پیسو (چې ۳ امریکايي ډالره کېږي) خرڅې کړي دي.

خو کله مې چې ددې کیسې په اړه وپوښتله، په لوړ غږ یې راته وویل چې "هېڅکله نه غواړم چې خپلې لوڼې خرڅې کړم، او هېڅکه به دا کار ونه کړم، یوازې درو ښو کورنیو ته مې وروسپارلې چې ژوند یې وژغورل شي.

"پورنیما اوس کلکتې ښار ته نژدې په یوه کمپ کې اوسېږي، خو درې سره لوڼې بېرته ورستنې کړل شوي دي.

لس کلنه اته کلنه سوپریا او څلور کلنه روما اوس له خپلې مور سره ژوند کوي.

"ناوړه پرېکړه"

د کابو ۱۰۰ بې سرپرسته ښځو او نجونو د کمپ مشره اناپورنا ګوش وايي، چې په کمپ کې له دغو ښځو سره نژدې ۳۰ کوچنیان هم ژوند کوي، خو دا ډول هېڅ کیسه یې نه ده اورېدلې.

ګوش زیاتوي: "ژوند یې ډېر سخت دی، هغه پوره نهیلې شوې ده، ځکه چې یوه مور چې دېر حالت ته ورسېږي، بیا نو ژوند کول ورته ګران شي. او ان د اولاد په ورکړې هم راضي کېږي."

خو کله مې چې له پورنیما وپوښتل چې خپله کیسه راته وکړي، له ډېر ځنډ وروسته یې وویل چې له یوه سپین ږیري سره یې واده وکړ، خو بیا وروسته چې جوته شوه، میړه یې یو لوی شرابي و، هره ورځ به یې پر خپلې ښځې او لوڼو کوتک راخیستی و."

"د ‎ لوېديځ بنګال په لیرو کلیوالو سیمو کې د انسانانو پېر او پلور څه نوې خبره نه ده، چې د ځايي چارواکو په وینا، د هند په دغه بې وزله سیمه کې ورته معلومه شوه چې ځینو پلرونو خپلې لوڼې د پیسو په مقابل کې خرڅې کړي دي."

په پای کې له خپل ژوند نهیلې شوم، پرې مې ښود، د اورګاډي پټلۍ ته څېرمه مو واړول، او ژوند مو په سپین میدان و.هېڅ پیسې مو نه لرلې، د ژوند تمه مو هم غوڅه شوه."

پر همدې ان کې یوه ښځه راغله، چې د پورنیما دویمه لور سوپریا یې پاللــه.

پورنیما ددغې ښځې په اړه وویل چې: "راته ویې ویل چې اولاد نه لري، له ما یې وغوښتل چې خپله یوه لور ورکړم.

"په بله ورځ مې دوه نورې لوڼې دوو نورو کورنیو ته ورکړې."ما ترې وپوښتل، چې ایا لوڼو دې ژړل؟ راته وویل چې: "مشرانې دوه لوڼې مې پټه خوله وې، خو کوچنۍ لور ته مو داسې وښوده، چې ګني دا یوازې یوه لوبه ده.

"پورنیما وايي چې تر دې کار وروسته کلکتې ته په یوه هوټل کې د لوښو مینځلو لپاره ولاړه، خو کله چې ناروغه شوه، بېرته خپل ځای ته ستنه شوه، او خلکو اوازه خپره کړې وه، چې ګني درې لوڼې یې خرڅې کړي دي.

د ‎ لوېديځ بنګال په لیرو کلیوالو سیمو کې د انسانانو پېر او پلور څه نوې خبره نه ده، چې د ځايي چارواکو په وینا، د هند په دغه بې وزله سیمه کې ورته معلومه شوه چې ځینو پلرونو خپلې لوڼې د پیسو په مقابل کې خرڅې کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .