اوباما بیا ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندید کړ

د خپريدو وخت: 04:50 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391
اوباما

اوباما وویل "د امریکا ولسمشرۍ ته ستاسې له لوري زما ټاکنه، زما قبوله ده."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې پنجشنبې په ورځ په رسمي توګه د دیموکرات ګوند له لوري ولسمشریزو ټاکنو ته د دویم ځل لپاره خپل ځان کاندید کړی دی.

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي نومبر پر شپږمه وشي.

دغو ټاکنو ته د جمهوریت غوښتونکي ګوند نوماند میت رامني هم ولاړ دی.

اوباما د خپلې کاندیداتورۍ اعلان د امریکا په شمال لوېديځ کارولینا ایالت کې د ملي دیموکراتیګ ګوند کنفرانس ته وکړ.

اوباما وویل "د امریکا ولسمشرۍ ته ستاسې له لوري زما ټاکنه، زما قبوله ده."

په دغه ناسته کې د زرګونه کسانو ګډون کړی و.

اوباما پخپلو خبرو کې د "تمې" چیغې وهلې، چې ګني د ۲۰۰۸ کال ولسمشریزې ټاکنې چې دیموکرات ګوند وګټلې، ددغو ټاکنو د ګټلو تمه یې هم ډېره ده.

"ددیموکرات ګوند یوه سناتور جان کیري د جمهوریت غوښتونکي ګوند پر کاندید میت رامني له دې اړخه کلکه نیوکه وکړه چې ګني پر بهرني سیاست ډېر نه دی خبر."

اوباما وویل " د جګړې لګښتونه، اقتصادي کړکېچ او د سیاسي حالاتو بې ثباتي دا پوښتنه راپیدا کوي چې ایا موږ به له نړۍ سره خپل مقام وساتلی شو او که څنګه."

ده زیاته کړه چې " خو پوهېږﺉ چې ..... ستونزې باید پخپله حل کړو. ستونزو ته باید اوږه ورکړو، که څه هم دا ګران کار دی، خو زموږ د راتلونکې د ښېرازۍ ضمانت کولی شي."

کیري نیوکه کوي

ددیموکرات ګوند یوه سناتور جان کیري د جمهوریت غوښتونکي ګوند پر کاندید میت رامني له دې اړخه کلکه نیوکه وکړه چې ګني پر بهرني سیاست ډېر نه دی خبر.

هغه وویل، رومني او پاو ریان "په بهرني سیاست ډېر نه پوهېږي."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .