امريکا حقاني ډله په تور لست کې را وسته

د خپريدو وخت: 16:20 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

دا پرېکړه به د حقاني شبکه له مالي پلوه کمزورې کړي.

د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنتن د جمعې په ورځ( د سپتمبر/ ٧) رسمآ پاکستان مېشته حقاني ډله د ترهگرې ډلې په توگه ونوموله او په دې ډول دغه گروپ د امريکا له مالي بنديزونو سره مخامخ شو.

امريکا له ډېره وخته د حقاني ډله لوى گواښ بالۀ.

د حقاني ډله چې د پاکستان په قباېيلي سيمو کې دېره ده د القاعدې له شبکې سره اړيکي لري، د افغانستان په ختيځ کې په ډېرېدونکي تاوتريخوالي گرمه بلل شوې او په پلازمېنه کابل کې پر لويو بريدونو پړه شوې ده.

متحدو ايالاتو له ډېره وخته پر پاکستان فشار اچاوۀ چې د دغې ډلې مخه ډب کړي.

د امريکا پر حکومت بيا د کانگرس له لوري فشار و چې د حقاني ډله د ترهگرو په تور لست کې شامله کړي.

خو دا پرېکړه اسانه نه وه. دا پرېکړه به د حقاني شبکه له مالي پلوه کمزورې کړي.

امريکايي شرکتونه او اتباع له حقاني شبکې سره اړيکه نه شي ټينگولى او په امريکا کې د دې ډلې ټولې شتمنۍ کنگل کيږي.

دا پريکړه پاکستان ته هم ښکاره پيغام لري چې د متحدو ايالاتو د صبر کاسه په څڅېدو ده.

خو له پاکستان سره د امريکا اړيکي پېچلې دي ځينې دا پوښتنه کوي چې د حقاني له شبکې سره دغه ډول ښکاره ډغرې پر ځاى کار دى که نه.

امريکا له ډېره وخته د حقاني ډله لوى گواښ بالۀ.

متحد ايالاتو وار د مخه د حقاني ډلې د شنډولو هڅه کړې ده او د بې پېلوټه الوتکو په بريدونو کې يې تاوان ور اړولى دى.

امريکا له پاکستانه غواړي چې په شمالي وزيرستان کې ځمکني عمليات وکړي چې د حقاني ډله په کې دېره ده خو پاکستان زړۀ نا زړۀ دى.

که پاکستان په شمالي وزيرستان کې بريد هم وکړي ډېر امکان دا دى چې ټول پام به يې د پاکستاني طالبانو ځپلو ته وي.

پاکستاني طالبان په کور دننه گواښ پېښوي او د حقاني ډله بيا په افغانستان کې په جنگ بوخته ده.

د پاکستان له خوا پر حقاني ډلې د بريد نه کول اصلي ستونزه ده.

د امريکا لپاره د حقاني شبکې د ټولې سيمې د ثبات لپاره گواښ پېښ کړى دى.

خو واشنگټن دا وېره لري چې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو تر وتلو وروسته به پاکستان حقاني ډلې ته د ممکنه ستراتيژيک ملگري په سترگه گوري.

همدا بنسټيز توپير ښايي د متحدو ايالاتو هلې ځلې له خنډ سره مخامخې کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .