ایران وايي د کاناډا پرېکړې ته به ژر ځواب ووايي

د خپريدو وخت: 04:31 گرینویچ - شنبه‬ 08 سپتمبر 2012 - 18 وږی 1391
رامین مهمانپرست

رامین مهمانپرست: ''کاناډا غواړي چې په تهران کې د ناپېیلو هېوادونو پر غونډې منفي اغېز پرېباسي.''

کاناډا له ايران سره خپل ديپلوماتيکه راشه درشه ودرولې او ايراني ديپلوماټانو ته يې پنځه ورځې ورکړي چې له کاناډا ووځي.

خو تهران پخپل غبرګون کې د کاناډا دغه ګام له کرکې او کینې ډک بللی دی، او اسراییلو بیا د کاناډا ددغه اقدام هرکلی کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند رامین مهمانپرست د کاناډا دا اقدام یو بیړنی خو له افراطه ډک بللی دی.

د نوموړي په وینا، کاناډا غواړي چې په تهران کې د ناپېیلو هېوادونو پر غونډې منفي اغېز پرېباسي.

ښاغلي مهمانپرست فارس خبري اژانس ته ویلي چې "په کاناډا کې د هارپر سخت دریځي حکومت له ایراني ولس سره د دښمنۍ مخینه لري چې په دې لړ کې د ایران پر مرکزي بانک د ناقانونه بندیزونو په چاره کې تر نورو مخکښ و."

پر همدې مهال، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په تهران کې د کاناډا د سفارت تر تړل کېدا وروسته د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا اقدام ستایلی او دا یې د کاناډ د لومړي وزیر سټیفن هارپر د جدیت یوه نښه بللې ده.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جان بېرد ايراني ډيپلوماټانو ته په پنځو ورځو کې د دغه هېواد د پرېښودو لارښوونه کړي حال دا چې په تهران کې يې د کاناډا سفارت د سملاسي تړلو حکم کړى.

ښاغلي بېرد په يوې خپرې شوې وينا پاڼه کې پر ايراني رژيم د ترهگرۍ د سمبالولو تور لگولى او ويلي دي چې د بشارالاسد د واکمنۍ ملاتړ کوي.

"کاناډايي وگړو ته لارښوونه شوې چې ايران ته له سفر کولو ډه ډه وکړي."

د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت همداراز ويلي چې ايران د خپل اټومي پروگرام په تړاو د ملگرو ملتونو له پريکړه ليکونو نه سرغړاوى او اسراييل يې گواښلى دى.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير دا هم منلي چې په تېر نومبر په ايران کې د برتانيا پر سفارت له بريد وروسته په تهران کې د کاناډايي ډيپلوماټانو د خونديتابه په تړاو اندېښمن دى.

کاناډايي وگړو ته لارښوونه شوې چې ايران ته له سفر کولو ډه ډه وکړي.

د کاناډا زاړه پال (محافظه کار) حکومت هېڅکله هم د ايراني رژيم په وړاندې خپله کرکه نه ده پټه کړې.

په ٢٠٠٣ م کال کې د ايرانيانو په توقيف کې د يوۀ کاناډايي عکاس چې ايراني تابعيت يې هم درلود له مړينې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي ترينگلي شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .