پاکستان 'مذهب ته په سپکاوي تورنه نجلۍ' پرېښوده

د خپريدو وخت: 05:29 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391
رمشا

رمشا په اسلام اباد کې د یوه جومات د امام له شکایت وروسته ونیول شوه، خو تېره اوونۍ پولیسو دغه امام هم په دې تور ونیو، چې ګني د نجلۍ په خلته کې یې د قرآن کریم څو پاڼې اېښې وې.

په پاکستان کې هغه عيسوي نجلۍ چې مذهب ته د سپکاوي په نيول شوې وه اوس په ضمانت پرېښوول شوې.

رمشا په يوۀ پوځي چورلکه کې د هغې د مدافع وکيل په وينا يوۀ خوندي ځاى ته ولېږدول شوه.

پر دغې نژدې ۱۴ نجلۍ د قرآن مجيد د پاڼو سوځولو تور پورې شوى.

دغې قضيې په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي له قانون نه د ناسمې گټې پورته کونې په تړاو يو لړ اندېښنې راپورته کړې دي.

رمشا په اسلام اباد کې د یوه جومات د امام له شکایت وروسته ونیول شوه، خو تېره اوونۍ پولیسو دغه امام هم په دې تور ونیو، چې ګني د نجلۍ په خلته کې یې د قرآن کریم څو پاڼې اېښې وې.

دې قضیې ته د نړیوالو پام هم واوښت.

قاضي محمد اعظم خان د شاوخوا ۱۰۵۰۰ ډالرو په ضمانت کې د رمشا د خوشي کولو امر وکړ.

"د تېر ۲۰۱۱ په مارچ کې، د لږکیو د چارو وزیر شهباز بټي وروسته تر هغه ووژل شو، چې مذهب ته د سپکاوي قانون لغوه کول یې وغوښتل."

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال الیاس خان وايي، رمشا اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور هغه لومړی تورن کس دی، چې د محکمې له لوري په ضمانت خوشې شوه.

که څه هم مذهب ته سپکاوی کوونکی په ضمانت نه شي خوشي کېدی، خو د دغې نجلۍ وکیلان وايي چې موکله یې ډېره کشره ده.

د امنیت په اړه وېره

رمشا د تېر اګست پر ۱۶مه د پاکستان راولپنډۍ یوه تر ټولو خوندي اډیاله زندان ته واچول شوه، بیا وروسته ددغې نجلۍ د عمر او دماغي وضعیت په اړه اندېښنې راپورته شوې.

هغه ډاکټران چې تېره میاشت یې ددې ازمونه او پلټنه وکړه، چې ایا رښتیا هم دا نجلۍ ۱۴ کلنه ده، وايي چې نجلۍ تر هغه سن ډېره ټيټه ده چې دا کار یې یې په قصدي او په شعوري توګه کړی وي.

د رمشا کورنۍ هم یوه خوندي ځای ته لېږدول شوې ده، چې په دې سره د رمشا ګڼ عیسوي کلیوال هم خپلو کورونو ته د ممکنه تاوتریخوالي او اړدوړ د رامنځ ته کېدو له وېرې وتلي دي.

خبریالان وايي، که چېرې د رمشا د ضمانت پیسې ورکړل شي، شاید له خپلې کورنۍ سره بېرته یوځای کړل شي.

نیول شوی امام خالد چشتي پرې لګول شوی تور نه مني، خو څارنوالان وايي د قانو مطابق به عمل ورسره وشي.

مذهب ته د سپکاوي پاکستانی قانون

  • په ۱۹۴۷ کال د پاکستان له جلا کېدو وروسته، پاکستان پخپل قانون کې مذهب ته د سپکاوي ماده ور زیاته کړه.
  • په ۱۹۸۰مه لسیزه کې، مذهب ته د سپکاوي په قانون کې د هغه وخت د پوځي حکومتي مشر جنرال ضیاء الحق له خوا ځینې مادې ور اضافه شوې.
  • په یوه ماده کې راغلي، چې قرآن ته سپکاوی کوونکی باید د عمري بند سزا وویني.
  • بله ماده وايي چې مذهب ته سپکاوي کوونکي ته باید د مرګ سزا ورکړل شي، او یا د عمر بند سزا ورکړل شي.

پاکستان کې مذهب او دیني مقدساتو ته د سپکاوي قانون د انګریزانو له وخته پاتې دی، چې په دغه هېواد کې یې سختې اندېښنې او کرکجن بحثونه راپیدا کړي دي.

د بشري حقونو ځینې پاکستاني فعالان وايي، چې مذهب ته د سپکاوي قانون باید اصلاح شي.

مذهب ته د سپکاوي پاکستانی قانون وايي که څوک قرآن ته په سپکاوي تورن ثابت شي، د عمري بند سزا ورکول کېدی شي.

د تېر ۲۰۱۱ په مارچ کې، د لږکیو د چارو وزیر شهباز بټي وروسته تر هغه ووژل شو، چې مذهب ته د سپکاوي قانون لغوه کول یې وغوښتل.

د هغه تر وژنې ایله دوه میاشتې وړاندې د پنجاب مخکنی والي سلمان تاثیر هم په ورته موضوع کې د خپل یوه نژدې ساتونکي په ډزو ووژل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .