جرمني کې د سنتولو د بندیز ضد مظاهره وشوه

د خپريدو وخت: 07:49 گرینویچ - دوشنبه 10 سپتمبر 2012 - 20 وږی 1391

په جرمني کې دا مهال نژدې ۱۲۰ زره یهودان او څلور میلیونه مسلمانان اوسېږي، چې د ډېری مېشتو مسلمانانو نژادي اصل ترکیې ته منسوبېږي.

په جرمني کې د مسلمانو او یهودي ټولنو شاوخوا ۳۰۰ کسانو په برلين کې پر مذهبي دود (سنتۍ) د بنديز لګولو پر ضد مظاهره کړې ده.

جون په مياشت کې يوې ځايي محکمې دغه مذهبي دود، جرم اعلان کړی وو.

خو د جرمني حکومت لا هم داسې اشارې ورکوي چې دوی د دغه مذهبي دود د قانوني کولو لپاره د نوي قانون پر معرفيکولو کار کوي.

ډېری مسلمانان خپل ماشومان په کوچنيتوب کې سنتوي.

مظاهره کوونکو د جرمني حکومت ضد شعارونه له ځانه سره لېږدول.

د جرمني د پارلمان مرستیالې مشرې ولفجانګ وویل ''ډېر ژر به د سنتولو د قانون په اړه یوه لایحه راویستل شي.''

په یهودي مذهبي دود کې له زوکړې وروسته نوی زیږېدلی ماشوم تر اتو ورځو پورې سنتېږي، چې دا مذهبي دود په اسلام کې هم شته، خو د سنتولو نېټه یې د خلکو پر دود، هېواد او مذهب پورې اړه لري.

په تېر جولای کې د سنتولو پر مذهبي دود لګول شوي بندیز په جرمني کې د دینونو او مذهبي ازادیو په اړه اندېښنې او لانجمن بحثونه راوپارول.

په جرمني کې اوس ډاکټران هم د ماشومانو سنتولو ته غاړه له دې وېرې نه ږدي، چې ګني حکومت له قانون د سرغړونې په تور سزا ور نه کړي.

تېره اوونۍ د جرمني له شپږو ولایتونو برلین هغه لومړنی ښار و، چې د سنتولو د بندیز قانون هرکلی یې وکړ.

خو اوس داسې ښکاري چې د جرمني حکومت د سنتولو په قانون کې بدلون راولي او یوازې د مذهبي دود په توګه به اجازه ورکړي.

په جرمني کې دا مهال نژدې ۱۲۰ زره یهودان او څلور میلیونه مسلمانان اوسېږي، چې د ډېری مېشتو مسلمانانو نژادي اصل ترکیې ته منسوبېږي.

دغو ترکي مسلمانانو تېره میاشت هم د سنتولو پر مذهبي دود د بندیز ضد مظاهره وکړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .