د مصر ولسمشر اروپا ته ځي

د خپريدو وخت: 16:57 گرینویچ - سه شنبه 11 سپتمبر 2012 - 21 وږی 1391
مرسي

په تېر جون کې واک ته له رسېدو راهيسې دا اروپا ته د ښاغلي مرسي لومړی سفر دی

د مصر ولسمشر محمد مرسي د پنجشنبې/پنځنۍ پر ورځ له اروپايي مشرانو سره د خبرو لپاره بروکسل ته روانېږي. له هغه راهيسې چې ښاغلی مرسي د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، اروپا ته دا د ده لومړی سفر دی.

ښاغلی مرسي د مصر له پاڅون وروسته چې د تېر کال په فبرورۍ کې يې حسني مبارک راوپرځاوه، د دغه هېواد لومړی اسلامي مشر دی.

ټاکل شوې دی په بروکسل کې د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې له مشرې کاترين اشټون او د ارواپايي کمسيون مشر خوسې مانوېل باروسو سره وګوري.

عربي پاڅون چې په تونس کې پيل شو، په همدغه هېواد او مصر کې له کم تاوتريخوالي سره په واکمنو نظامونو کې بدلون راغی، خو په ليبيا او سوريه کې پاڅونونه په جګړو واوښتل، چې د سوريې وګړي لا اوس هم ورسره لاس او ګرېوان دي.

د مصر ارزښت

مصر په عربي نړۍ کې تر ټولو زيات نفوس لري او يو ځواکمن هېواد دی. په دغه هېواد کې سوله او ارامي سيمه ييز او نړيوال سټراټيژيک ارزښت لري.

له اروپايي ټولنې په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي "اروپايي ټولنه بروکسل ته د ولسمشر مرسي لومړي سفر ته ډېره سترګې پر لار ده، ځکه دا تر ټولو لوړې کچې فرصت دی چې د مصر ډيموکراټيک لېږد ته په کې د اروپايي ټولنې پر ملاتړ او د خپلې ملګرتيا په پراختيا کې د دغه هېواد له نوي ملکي حکومت سره راشه درشې ته پر خپله لېوالتيا ټينګار وکړو".

محمد مرسي د مصر په تاريخ کې د لومړيو ډيموکراټيکو ټاکنو له لارې د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو.

ده د ټاکنو دوهم پړاو کې چې د روان ۲۰۱۲ کال د جون پر ۱۶ مه او ۱۷ مه تر سره شو، خپل سيال احمد شفيق ته چې د حسني مبارک د واکمنۍ وروستي لومړی وزير و، ماتې ورکړه.

که څه هم د مصر سياسي مشرتابه کې بدلون د يو سوله ييز بهير په ترڅ کې راغلی، خو د دغه هېواد قانوني ځواک بنسټونه لا نه دي پاخه شوي.

د حقونو خونديتوب

مصر

ښاغلی مرسي د مصر له پاڅون وروسته د دغه هېواد لومړی اسلامي مشر دی

په وروستيو کلونو کې په دغه هېواد کې د مسيحيانو او مسلمانانو ترمنځ نښتو او تاوتريخوالي د لږکيو او نورو بشري حقونو د خونديتوب په اړه په کور دننه او هم نړيوالو اندېښنې زياتې کړې دي.

اروپايي ټولنې د يو داسې نوي اساسي قانون جوړولو پر چټکتيا ټينګار کړی چې د ټولو مصريانو ازادۍ خوندي کړي، او وروسته بيا څومره چې ژر ممکن وي د اروپايي ټولنې د اعلاميې له مخې هلته پارلماني ټاکنې ترسره شي.

د ۲۰۱۱ کال د پيل له پاڅون او سياسي ناراميو راهيسې مصر له اقتصادي کړکېچ سره هم مخامخ دی. اروپايي ټولنې ويلي دوی د مصر اقتصادي رغونه کې خپلې ونډې زياتولو ته چمتو دي، او غواړي له دغه هېواد سره د سوداګرۍ او پانګونې بهير پياوړی کړي.

مصري چارواکي وايي له بروکسل وروسته به ولسمشر مرسي د ايټاليا له ولسمشر جورجيو ناپوليټانو او لومړي وزير ماريو مونټي سره د خبرو لپاره روم ته ځي.

په تېر جون کې له ټاکنې وروسته ښاغلي مرسي سعودي، چين او ايران ته سفرونه کړي دي.

ټاکل شوې نوموړی د سپتمبر په پای کې د ملګريو ملتونو عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره نيويارک ته سفر وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .