امریکا ګوانتانامو کې د مړه شوي بندي هویت اعلان کړ

د خپريدو وخت: 07:27 گرینویچ - چارشنبه 12 سپتمبر 2012 - 22 وږی 1391
یمن

وړاندې یمنیانو په ګوانتانامو زندان کې د یمني وګړو د خوشي کولو لپاره لاریون وکړ.

د امریکا پوځ په ګوانتانامو زندان کې د هغه بندي هویت په ډاګه کړی دی، چې د تېرې شنبې په ورځ ومړ.

دغه بندي عدنان فرحان عبداللطیف نومېږي، چې د یمن اوسېدونکی دی.

د ۳۲ کلن عدنان وکیلان وايي، چې موکل یې دماغي ستونزه لرله، همدا وو چې امریکايي محکمې یې د خوشي کولو امر وکړ، خو په استیناف محکمه کې یې خوشي کول رد شول.

د امریکايي زندانونو د چارو ویاند رابرټ دوراند ویلي، چې امریکايي سمندري څېړنیزې ادارې ویلي چې اداره یې د عبداللطیف د مړینې د لامل پلټنه کوي او طبي پلټنې هم روانې دي.

د مړه شوي بندي وکیل ډیویډ ریمیس ویلي، چې موکل یې "څو ځلې د ځانوژنې هڅې" کړي دي، چې هر وخت به د زندان په روغتون کې بستر کېده.

په دې سره په ګوانتانامو کې د مړو شوو بندیانو شمېر نهو ته رسېدلی، چې د ځینو په اړه یې ویل شوي ځانوژنه یې کړې، خو ځینې نور ویل کېږي چې په طبیعي مرګ مړه شوي.

عبداللطیف له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا د امریکا په دغه زندان کې پروت و، نوم یې وروسته تر هغه په ډاګه شو، چې د زندان چارواکو یې کورنۍ ته د مړینې خبر ورکړ.

نوموړی د ګوانتانامو زندان په پنځم بلاک کې بندي و، چې تر نورو بلاکونو یې امنیت خورا ټینګ دی.

قضايي بهیر

عبداللطیف د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله نیول شوی و، چې د ګوانتانامو د زندان د ادراې په وینا، په ۲۰۰۶ کال یې خپل هېواد ته د سپارلو توصیه وشوه.

خو دا سپارښتنه ونه منل شوه، همدا وو چې د ۲۰۱۰ په جولای کې د یوې امریکايي محکمې له لوري پرې د ترهګرۍ تور ولګېد.

امریکايي محکمه وايي، چې دغه یمنی بندي د القاعدې شبکې جنګیالی و، او افغانستان کې د طالبانو له لوري روزل شوی و.

خو وکیلان یې وايي چې موکل یې د امریکا متحدو ایالتونو ته ګوم ګواښ نه و، او نه یې ګوانتانامو زندان کې ساتل ضرور وو.

دوی وايي، دی باید د ورپېښې ناروغۍ له کبله خوشی شوی وای.

بل خوا، د تونس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ګوانتانامو زندانه د درو تونسي بندیانو د لېږد په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي.

په تېر جولای کې یوه تونسي چارواکي ګوانتانامو کې له پنځو تونسي بندیانو سره کتلي وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .