استراليا ناقانونه کډوال لېرې ټاپو ته ولېږدول

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391

د بشري حقونو ټولنې وايي دا کار انساني نه دى.

استراليايي حکومت په يوه لانجمن پروگرام لاس پورې کړى چې ترمخه يې کډوال خورا لېرې ټاپو ته لېږدوي او وايي ناقانونه ورغلي کسان پوهوي چې ښه راغلاست ورته نشته.

له سډني د ډنکڼ کېنېډي رپوټ

استراليا د کډوالو د مخنيوي په هيله يو لېرې پروت ټاپو د سياسي پناه غوښتونکو لپاره په پنډغالي بدل کړى دى.

د استراليا شمال ختيځ پلو پروت نارو ټاپو ته په لسگونو سریلنکايي سړي په الوتکه کې د جمعې په سهار (سپتمبر/ ١٤) رسول شوي دي.

دا د هغه لانجمن بهير يوه برخه ده چې استراليا يې ترمخه غواړي د سياسي پناه غوښتونکيو قضيې له خپلې خاورې د باندې وڅېړي.

د بشري حقونو ټولنې وايي دا کار انساني نه دى.

سږ کال څو زرو سياسي پناه غوښتونکو د کښتيو په مټ استراليا ته د رسېدا هڅه کړې ده چې لږ تر لږه ٦٠٠ يې ډوب شوي دي.

ډير کسان د استراليا شمال لوېديځ کې د کرسمس ټاپو ته خوځي.

خو اوس په دې هيله چې د دغو کښتيو مخه ونيول شي استراليايي حکومت دغه کډوال له کرسمس ټاپو څخه په سمندر کې شاوخوا ٢٠٠٠ مايله لېرې د نارو واړۀ ټاپو ته په الوتکه کې بيايي، هلته به دوى له هر چا خورا لېرې او يوازې وي او د پناه د قضيو څېړنه به يې څو مياشتې وخت غواړي.

د استراليا د کډوالو د چارو وزير کريس بوېين (Chris Bowen) وايي حکومت يې د ناقانونه کډوالو د مخنيوي پر هڅو له چا بخښنه نه غواړي.

په لومړنۍ الوتنه کې د سریلنکا شاوخوا ٣٠ سړي وو چې په نارو ټاپو کې به په خيمو کې دېره کيږي.

د دې پروژې مخالفين چې د استراليا د زرغون گوند سارا ينگ هم په کې ده په دې باور دي چې يوه لېرې ټاپو ته د کډوالو لېږدول انساني چاره نه ده.

استراليايي حکومت وايي په راتلونکو اوونيو کې به نور کسان هم چې ښځې او ماشومان به هم په کې وي، په الوتکو کې نارو ټاپو ته واستول شي.

استراليا غواړي ناقانونه کډوالو ته دا پيغام ورکړي چې په کښتيو کې سفر په دې مانا نه دى چې د استراليا د تابعيت موندلو په کتار کې ځاى ورکړل شوى دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .