هلمند کې د وژل شويو سرتېرو "سپکونکى" محکوم شو

د خپريدو وخت: 17:47 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391

قاضۍ وويل د دۀ تبصرې "سپکوونکې او پاروونکې" وې.

د برتانيا يوې محکمې د دغه هېواد يو ١٩ کلن مسلمان په فېسبوک کې په هغه تبصره محکوم کړى چې په افغانستان کې يې د شپږو سرتېرو پر وژنې خوښې کړې وه.

تر هغه وروسته چې په افغانستان کې شپږ برتانوي سرتېري ووژل شول يو ځوان په فېسبوک کې "په تېري کوونکي" ليکلي پيغام تورن وبلل شو.

اظهر احمد چې ١٩ کلن دى او د انگلستان د لوېديځ يارکشاير اوسېدونکى دى محکمې په دې تورن کړ چې پارونکې او بده ژبه يې په فېسبوک کې کارولې ده.

د هډيسفيلډ محکمې ته اظهر احمد ومنله چې پيغام يې د " منلو وړ" نه و خو دا يې رد کړه چې گواکې پارونکى و.

قاضۍ وويل د دۀ تبصرې "سپکوونکې او پاروونکې" وې.

شپږ برتانوي سرتېري د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کې په لشکرگاه ښار کې د سړک غاړې بم په چاودنه کې ووژل شول چې په يو ځايي برتانوي پوځ ته تر ټولو ډېره مرگ ژوبله وه.

اظهر احمد د دغو سرتېرو تر وژنې دوه ورځې وروسته په فېسبوک کې ليکلي و چې " ټول سرتېري بايد ووژل شي او دوژخ ته" لاړ شي.

اظهر احمد محکمې ته وويل دۀ غوښتل دا خبره ښکاره کړي چې په افغانستان کې ډېر نور خلک هم مري خو څوک يې نه يادوي او دى په دې نه پوهېدۀ چې د دۀ تبصره به دومره خلک غصه او خوا بدي کړي.

دۀ وويل د فېسبوک په پاڼه يې هغو ټولو خلکو ته بخښنه وويله چې تبصرې يې کړې وې او ورته ويلي يې وو چې په افغانستان کې يې خپل خپلوان يا وژل شوي او يا هم سخت ټپيان شوي دي.

ښاغلي احمد وويل " له هغه وروسته پوه شوم چې زما تبصره ځورونکې وه او خلک پرې خواشيني شوي وو"

قاضۍ جېن گوډوين وويل د احمد د فېسبوک ليکنې " پارونکې، سپکوونکې او متعصبې " وې.

محکمه به وروسته په دې پرېکړه کوي چې اظهر احمد ته څه ډول سزا ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .