سوریه کې د ایران انقلابي ګاردان جنګېږي

د خپريدو وخت: 06:25 گرینویچ - دوشنبه 17 سپتمبر 2012 - 27 وږی 1391
د ایران انقلابي ګارد

د سوري حکومت مخالفینو وړاندې ویلي وو چې د حکومتي ځواکونو په لیکو کې د ایران انقلابي ګارد هم جنګېږي.

د سوریې په ګڼو ښارونو کې د حکومتي ځواکونو له لوري پر ګڼ مېشتو سیمو بمبار شوی دی.

بل خوا، د ایران د انقلابي ګارد قومندان په لومړي ځل په ډاګه منلې ده، چې سوریه کې یې ځواکونه شته.

په سوریه کې د بشري حقونو فعالینو ویلي چې د یکشنبې په تازه تاوتریخوالي کې لږترلږه ۱۸ ولسي وړي وژل شوي دي.

دغه فعالین دا هم وايي چې لږترلږه پنځه ماشومان او یوه ښځه د حکومتي ځواکونو بمبارۍ د شمال لوېديځ ادلب ولایت په کفر عوید ښار کې وژل شوي دي.

د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ د تېرې شنبې په ورځ په ختيځ العرقوب کې هم نښته شوې ده.

راپورونه وايي چې حکومتي ځواکونو د ولسي وګړو پر مېشت ځایونو بمبار کړی، توپونه یې پرې ویشتلي او په ټانکونو یې سیمه ویجاړه کړې ده.

د فرانس پرېس خبري اژانس یو خبریال وايي، چې په بستان الباشا سیمه کې تېره شپه سخته نښته او جګړه شوې ده.

او ددمشق پر حجرالاسود جنوبي کلي حکومتي حواکونو یرغل وروړی دی.

په شمالي درعا ښار کې هم اووه کسان یوه ماین وژلي دي.

انقلابي جنګیالي

د ایران د انقلابي ګارد قومندان جنرال محمد علي جعفري منلې ده، چې سوریه کې یې جنګیالي جنګېږي.

نوموړي مخکې ویلي وو چې جنګیالي یې سوریه کې یوازې د پوځي سلاکارانو دنده ترسره کوي.

خو د سوري حکومت مخالفین وايي، چې څو ځلې یې ددغه ګارد جنګیالي نیولي، خو جنرال جعفري دا نه مني، چې ګني ځواکونه یې په سوریه کې جنګېږي.

بل خوا، سوریه ته نړیوال او د عربي ټولنې استازی اخضر ابراهیمي له دمشقه قاهرې ته د سوري کړکېچ د هواري په موخه د خبرو لپاره تللی دی.

اخضر ابراهیمي په تېره شنبه له سوري ولسمشر بشارالاسد سره هم وکتل او د روان کړکېچ او جنګړې لمن یې ان نړۍ ته هم خطر وباله.

ابراهیمي ددرو وسله والو ډلو له قومندانانو سره پر انټرنېټ یوه درې اړخیزه ناسته لرله، او د ممکنه حل لپاره یې د هغوی غوښتنې او اندونه واورېدل.

دغو قومندانانو له ابراهیمي وغوښتل چې سوري حکومت د بمبارۍ درولو ته وهڅوي.

همدارنګه، سوریه کې د ننه څلورویشت ګوندونو او مخالفو ډلو په دمشق کې ټلوالې په ګټه د یوې شاملې ناستې غوښتنه کړې ده.

خو ددې غونډې د جوړېدا وخت نه دی په ډاګه شوی.

اخضر ابراهیمي په تېره شنبه له سوري ولسمشر بشارالاسد سره هم وکتل او د روان کړکېچ او جنګړې لمن یې ان نړۍ ته هم خطر وباله.

ابراهیمي له قاهرې بېرته دمشق ته ژر ستنېدونکی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .